-
له صهیونیستي رژیم سره د عربستان د اقتصادي اړیکو اشوا کېدل
Oct 29, 2021 04:05د بحرین او امارات په مینځګړیتوب د سوداګریو څو موافقې د اسرائیل او سعودي عربستان تر مینځ لاسلیک شوي دي.
-
د سعودي عربستان حکومت علي النمر خوشی کړ
Oct 28, 2021 07:46زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د ستر شیعه مذهبي مشر شهید شیخ نمر باقر النمر وراره علي النمر چې په هیواد کښې د حکومت پرضد اعتراضونو کښې د ګډون په جرم مخکې په اعدام محکوم شوی و پرون له زندان څخه خوشی شو .
-
د یمن پوځي قدرت عربستان له امریکا څخه مرستې ته مجبوره کړ
Oct 28, 2021 06:46رویټرز خبري اژانس وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف پرضد په تیرو څو میاشتو کښې د یمن د ځواکونو د بې پایلوټه الوتکو او د توغندیو له پراخو عملیاتو وروسته سعودي رژیم د دافع هوا د پیاوړتیا لپاره له امریکا د وسلو د اخیستلو غوښتنه وکړه .
-
عراق کښې داعش ډلې پینځلس کسان وژلي دي
Oct 27, 2021 02:27زمونږ خبریال وايي خبري سرچینو بیګا د عراق په ختیځ کښې په دیاله ولایت کښې په څو کلیو باندې د داعش ترهګرې ډلې د حملې خبر ورکړ چې له کبله یې دیرش (۳۰) بې ګناه ښاریز وژل شوي او ژوبل شوي .
-
سوریې کښې له پوځي اډې د امریکا پوځيان تښتیدلي
Oct 27, 2021 02:18فاکس نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د بې پایلوټه الوتکو له حملې مخکې په سوریې کښې د امریکا له التنف پوځي اډې څخه د واشنګټن دوه سوه (۲۰۰) پوځيان تښتیدلي وو او څلرویشت (۲۴) بیا هلته پاتې شوي وو .
-
د ښارګیو له جوړولو سره نړیوالو مخالفتونو ته د صهیونیسټ رژيم د بې پامۍ دوام :-
Oct 26, 2021 11:19د اردن سین په لویدیځه غاړه کښې د نویو ښارګیو او کورونو د جوړولو لپاره د صهیونیسټ رژیم فیصله د اروپايي اتحادیې او د سیمې د ځینو هیوادونو له مخالفت سره مخ شوي ده .
-
ملګروملتونو د غزې د لارو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې
Oct 26, 2021 09:18د ملګرو ملتونو اداري د صهیونیستي رژیم څخه غوښتنه وکړه چي د یو نیواکګر ځواک په توګه په خپل مسئولیت عمل وکړي او د غزې د ترانګې لاری پرانیزی.
-
اسرائیلي ښارګوټي د مقاومت د توغندیو په شیشت کې دي
Oct 26, 2021 09:01د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ یو چارواکی وویل چي د صهیونیستي رژیم تر ټولو لیري ښارګوټي هم د مقاومت د ډلي د توغندیو په شیشت کې دي.
-
نړیوال دې د قدس د یهودي کولو په وړاندې خپله چپتیا ماته کړي
Oct 26, 2021 03:09د مسجدالاقصی خطیب په دغه جومات باندې د تیري او د قدس د عربي او اسلامي هویت د ختمولو لپاره د صهیونیسټي رژيم د تیریو د دوام د پایلو په هکله خبردارې ورکړ
-
د یمن په وړاندې دې ملګري ملتونه منفي دریځ پریږدي
Oct 25, 2021 13:03لمشاط زیاته کړې ده ، د امنیت شورا وروستۍ اعلامیه چې په دې پسې پر عامو خلکو او ولسی تاسیساتو باندې د سعودي ائیتلاف د هوائی حملو کتونکي وو ،ددغې شورا د جانبدارانه رول باندې یو واضح دلیل دی .