د قدس ورځ عقیدتي ، انساني او اخلاقي مسله ده
(last modified Sat, 08 May 2021 01:24:36 GMT )
May 08, 2021 05:54 Asia/Kabul
  • د قدس ورځ عقیدتي ، انساني او اخلاقي مسله ده

زمونږ خبریال وايي د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ د فلسطین او د قدس د مسلې په وړاندې زمونږ دریځ تاکتیکي نه دی بلکې داسې مطلق حق دی چې د بدلیدا وړ نه دی او د قدس ورځ عقیدتي ، انساني او اخلاقي مسله ده .

هغه پرون د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کښې وویل د فلسطین د ملت ثبات او خپل حق ته پاې بندۍ او له قدس څخه نه تیریدل د کار اساس دی او مقاومت ته روا والی وربښي .

د لبنان د حزب  الله مشر حسن نصر الله وویل تر ټولو مهم بدلون چې باید پیاوړی شي په قدس کښې له نیواکګر رژیم سره د مقابلې کرښې ته په خپلو توغندیو سره د غزې تړانګې ورداخلیدل دي او د فلسطین ملت د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او مونږ یې په څنګ کښې دریږو .

حسن نصر الله  د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د دباونو په وړاندې د ایران مقاومت ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران پرضد د اسرائیلو او د امریکا ټولې هیلې په ناهیلې بدلې شوي دي او ایران د خطر له مرحلې تیر شوی او د ایران د اټومي پروګرام د څنګ ته کولو لپاره د امریکا او د اسرائیلو انتخابونه نور ختم شوي دي .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل د ایران څلویښت(۴۰) کاله تجربې وښودله چې تهران خپل هم تړونه ډلې نه دي خرڅې کړي او ایران د خپلو هم تړونه ډلو او ګوندونو په تاوان هیڅ چونه نه وهي او نه د هغوې لخوا خبرې کوي او نه یې یوازې پریږدي .

 

ټیګونه