د نړیوالې ایټمي موافقې خبرې اترې نهائي مرحلې ته رسیدلی
په ویانا کې د خبرواترو تر ټولو وروستۍ پړاؤ،که دخبرواترو لوري خپل اختلافات حل کړي ، نو ممکنه د ه وروستي پړاؤشي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دروسیې مرستیال خارجه وزیر او د روسیې دایټمي مرکچي ټیم مشر سرګئ ریابکوفد روسیې دپانګوالو په پنځه ویشتم کلني کنفرانس کې وئیلي دي ، ویلی شو چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې خبرې اترې نهائي حد ته رسیدلي او دا کومه مبالغه نه ده .
ریابکوف ددې خبرې په کولو سره چې وروستی ګام تر ټولو مشکل ګام دی ،زیاته کړې ،درستې مهمې او اوږدمهاله فیصلې به د اړونده هیوادونو په پلازمینو کې وشي . د روسیې ددغه لوړپوړي ډيپلوماټ په وینا ، په ویانا کې د خبرواترو تر ټولو وروستۍ پړاؤ ،که دخبرواترو لوري خپل اختلافات حل کړي ، نو ممکنه د ه وروستي پړاؤشي .
داپه داسې حال کې دي ، چې د ایران مرستیال خارجه وزیر او دمرکچي ټيم مشر عباس عراقچي هم په روانو خبرواترو کې شوي پرمختګ ته په اشارې سره وئيلي دي ، پاتې مهمې موضوعګانې د مرکچي لورو په هیوادونو پلازمینو کې جدي فیصلو ته اړتیا لري .
داپه داسې حال کې دي چې دامریکا خارجه وزارت هم په ویانا کې د ایټمي خبرواترو د پرمختګ خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، د خبرواترو په دغه پړاؤ کې یو لړ پرمختګونه شوي دي . دا مریکا دخارجه وزارت ویندوي نډ پرایس نن سهار وختي دغه شوي پرمختګ ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، تر څو چې د درستو موضوعګانو په سر کومه موافقه نه وي بشپړ موافقه به ترسره نشي .
همداراز د فرانسې یوه لوړپوړي چارواکي فرانک ریسټر په ویانا کې د ایټمي خبرواترو د وخت دختمیدا په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلي دي ،که په خبرواترو کې اوڅاره پرمختګ ونه شي ، نو فیصلو کول به ئې ډير سخت وي .