لویدیځ هیوادونه باید خپل مشکلات هوار کړي
شین هوا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل ښه خبره دا ده چې لویدیځ هیوادونه د بشري حقوقو په نوم د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې پرځای د خپلو بشري حقوقو او د داخلي مشکلاتو د حل په فکر کښې ووسي .
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژائو لیجیان د ملګروملتونو د بشري حقوقو د اوه څلویښتمې (۴۷) اینټرنیټي غونډې د ترسره کیدا په وخت د چین د بیلاروس د روسیې او د وینزویلا لخوا غوره شویو دریځونو ته په اشارې سره وویل دغه غونډې په لویدیځو هیوادونو کښې د بشري حقوقو مشکلات او د بشري حقوقو د سیاستونو په هکله د هغوې ریاکارۍ ښکاره کړه .
د چین د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ د امریکا په شان ځینې لویدیځ هیوادونه د توکمیز توپیر ، په زوره د کارونو او په وسلو سره د تاوتریخوالي په شان د بشري حقوقو له جدي مشکلاتو سره ښکیل دي دوې د ځايي خلکو د نسل وژنې او په نورو هیوادونو کښې د ملکي وګړو د پراخې وژنې او د غیر قانوني پوځي لاسوهنو په شمول ډیر جنایتونه کړي دي .