بي بي سي خپله فلسطیني خبریاله د یو پخواني ټویټ په وجه له کاره اوباسله
میرمن حلاوه په خپل ټویټ کښې په انګریزۍ ژبه لیکلي وو چې اسرائیل له هیټلر نه ډیر نازي دی. د غزې لپاره دعا وکړئ.
بي بي سي چینل د تالا حلاوة په نامه خپله فلسطیني خبریاله د هغه صهیونیسټي ضده ټویټ په وجه اخراج کړه چې اووه کاله مخکښې کله چې یې لا په دغه چینل کښې کار هم نه و پیل کړی، هغې خپور کړی و.
عربي۲۱ نومي چینل خبر ورکړی چې د بي بي سي د دغه کار وجه د فلسطین په ملاتړ کښې د میرمن حلاوة هغه ټویټ و چې هغې اووه کاله مخکښې خپور کړی و، یعنې درې کاله مخکښې له دې چې هغه په بي بي سي کښې کار پيل کړي.
دغه ټویټ په ۲۰۱۴ کال او په غزې کښې د صهیونیسټي رژیم په ۵۱ ورځني جنګ پورې اړونده و چې په کښې د ۵ سوه ۸۷ ماشومانو او ۴ سوه ۸۹ ښځو په شمول. ۲ زره ۳ سوه ۲۲ فلسطینیان شهیدان شول.
میرمن حلاوه په خپل ټویټ کښې په انګریزۍ ژبه لیکلي وو چې اسرائیل له هیټلر نه ډیر نازي دی. د غزې لپاره دعا وکړئ.
د ویلو ده چې بریطانیا په روان کال کښې هم د غزې په تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د بوږنونکو بریدونو له دوام سره هممهاله، د دغه رژيم له جنایتونو خپل رسندوي ملاتړونه زیات کړي دي.