د انګلستان شاذدافیر د ایران خارجه وزارت ته احضار شو
د انګلستان شاذدافیر د ایران خلاف د دغه هیواد د خارجه وزارت په تورونو باندې په اعتراض کښې د بهرنیو چارو وزارت ته وبلل شو.
د انګلستان شاذدافیر د ایران خلاف د دغه هیواد د خارجه وزارت په تورونو باندې په اعتراض کښې د بهرنیو چارو وزارت ته وبلل شو.
په تهران کښې د انګلستان د سفیر د نشتوالي په وجه پرون د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر د ایران خارجه وزارت ته وربلل شوی او د دغې وزارت خانې د لویدیځې اروپا د دریمې ادارې مشر ورته د برطانیې د خارجه وزیر له بې بنیاده تورونو د خواشینۍ څرګندولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې دغه بیړنۍ، متناقضې او بې سند او مدرکه څرګندونې مردودې دي او په کلکه د غندلو وړ دي.
هغه وویل چې دا وړومبۍ ځل نه دی بلکې انګلستان له دې مخکښې هم څو ځلې په ایران باندې داسې تورونه پورې کړي دي چې هیڅکله نه دي ثابت شوې او تراوسه یې په تایید کښې هیڅ سند او مدرک نه دی وړاندې کړی شوی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اروپا د برخې د دریمې ادارې مشر په دوام کښې وویل: ایران تل فارس خلیج د کشتیو د بې تاوانه تیریدو لپاره یوه خوندي اوبلاره بللې او هلته یې د امنیت د ټینګښت لپاره هلې ځلې کړې دي.
هغه زیاته کړه: په فارس خلیج کښې د بې ثباتۍ سرچینه ایران نه دی بلکې د سیمې د بهرو هیوادونو د جنګي کشتیو او پوځي ځواکونو شتون دی.
هغه په پاې کښې د قدس د نیواکګر رژيم یا د نورو د هر ډول بلالټونې په هکله په خبرداري سره، د ایران د اسلامي جمهوریت پریکنده سیاست د ځان دفاع او د ضرورت په وخت متناسب او سخت ځواب وباله.
په دغه کتنه کښې د انګلستان د سفارت شاذدافیر هم ژمنه وکړه چې د ایران دا اعتراض به زرترزره د لندن حکومت ته ورسوي.