د کورونا کړکیچ او په اروپايي اتحادیې کښې د نور درز زیاتیدل :-
په اروپا کښې د ټولنیزو کړکیچونو په زیاتیدا سره بیلتون غواړي ګروهنې زیاتې شوي دي .
د یوې (۱) نوي نظر سنجې پراساس د کورونا کړکیچ د یورو او د کډوالو د بحران په شان د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کښې ژور اختلافات رامینځته کړي دي .
په تیرو څو کلونو کښې او په تیره بیا د کورونا ویروس په رامینځته کیدا سره په ډیرو اروپايي هیوادونو کښې ټولنیز اعتراضونه زیات شوي دي .
د اروپايي هیوادونو ډیر ښاریز له کورونا ساري ناروغۍ سره په مقابلې کولو او د اړتیا وړ درملو ، واکسینونو او تجهیزاتو د تامینولو په هکله د اروپايي اتحادیې په سیاستونو اعتراض لري .
د ډیرو اروپايي هیوادونو په تیره بیا د ختیځې او د جنوبي اروپا د هیوادونو ښاریز باوري دي چې د اروپا د غړیو هیوادونو لپاره د کورونا واکسینونو په ویشلو او تامینولو کښې عدالت نه دی رعایت شوی .
څرنګه چې هنګري هیواد د اروپايي اتحادیې د چارواکو په کړچار باندې نیوکې سره له چین څخه د کورونا ضد واکسینونه وارد کړل .
د هنګري خارجه وزیر پیټر سیارتو وویل اروپايي کمیسیون په یوې (۱) ایډیالوژیکې او جیو پولټیکې موضوع باندې د کورونا واکسین په بدلولو سره جدي غلطۍ کوي .
په بل اړخ کښې د اوږدې مودې لپاره د قرنطینه ټینګول ، د سرحدونو تړل او ډیرو چټیانو په ډيرو اروپايي هیوادونو کښې اقتصادي شرایط خراب کړي دي ، د بیکارۍ د اندازې زیاتیدل ، د بودجې د ویشلو په هکله نه موافقه او د کمزورو هیوادونو د ونډې غوښتل سبب شوي دي په دې اړخ کښې اختلافات زیات شي او د اروپايي اتحادیې متحد هویت په خطر کښې پریوځي .
د اروپايي اتحادیې د ټولنیزو حقوقو او د کار د کمشنر د اعلان پراساس د کورونا ویروس د خپریدا په وخت کښې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کښې شپږ(۶) میلیونه کارونه له مینځه تللي دي .
د اروپايي هیوادونو ډیرو ښاریزو د کورونا ویروس په وخت کښې د سختو قوانینو اعمالول د فردي ازادیو له مینځه تلل بللي دي او هغوې په دغه چارې اعتراض لري .
د بیلګې په توګه د فرانسې ډیرو ښاریزو د سلامتیا په پاڼې باندې چې د رستورانونو په شان عمومي ځایونو کښې د شتون لپاره ضروري ده اعتراض کښې په ځلونو اعتراضیه غونډې جوړي کړي دي .
له بلې خوا د سرحدونو تړل سبب شوي دي چې د اروپايي اتحادیې په سویه تګ راتګ کم شي او مشکلات نور هم پسې زیات شي .
که څه هم د اروپايي هیوادونو د چارواکو ترمینځ په تیرو کلونو کښې د کډوالو د قبلولو د سیاست په هکله اختلافات وو خو دغه اختلافات په تیرو اونیو کښې د افغانستان له بدلونونو وروسته نور پسې زیات شوي دي .
د اسلوانیا لومړي وزیر «یانز یانشا» په هغه پیغام کښې چې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې یې خپور کړی د افغانستان د کډوالو د منلو په هکله د اروپايي هیوادونو د دریځ په هکله ولیکل د افغانستان د کډوالو د موضوع په هکله د اروپايي اتحادیې د هیوادونو ترمینځ یوشان نظر نشته .
دا په داسې حال کښې دي چې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمشنر« یلوا یوهانسون » په دې زمینه کښې ټینګار وکړ مونږ په داسې شرایطو کښې یوو چې د افغانستان په هکله یو هیړ کړچار ته ضرورت لرو .
باید په افغانستان کښې د انساني ، د کډوالو او د امنیتي کړکیچ مخه ونیسو .
د بیلابیلو موردونو په هکله په اروپايي اتحادیې کښې اختلافات زیات شوي دي او له بلې خوا له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا جلا کیدل او د هغې تجربې او له انګلستان څخه د بیلیدا لپاره د شمالي ایرلینډ ټینګار او اوسنې جګړې او له اروپايي اتحادیې څخه د بیلیدا لپاره د ختیځې اروپا د ځینو هیوادونو ګروهنه سبب شوي ده چې د بیلتون غوښتنې موضوع همدا اوس په جدي اندیښنې بدله شي .
د اروپا د شورا پخواني مشر ډونالډ ټوسک د دغه اتحادیې د سوکه سوکه دړې وړې کیدا په هکله د خبرداري په ترڅ کښې وویل دا ډول اختلافات ممکن دي د اروپايي اتحادیې د تجزیې او ویشل کیدا سبب شي خو دغه کار به چټک نه وي که چیرې تناقضات ختم نشي د اروپايي اتحادیې ختمیدل به ضروري وي .
کړکیچنو شرایطو په اروپايي اتحادیې کښې د بیلتون غوښتنې لمن پراخه کړي ده او د کورونا ویروس موضوع او د دغه ناروغۍ دوام هماغه راز جدي مشکل دی .
د اروپا کمیسیون پخواني مشر «ژان کلود یونکر» په دې زمینه کښې په دې خبرې باندې اعتراف سره چې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو چارواکو په حساسو وختونو په تیره کورونا ویروس ته په اړونده مسائیلو او دغه راز د کورونا واکسینونو د ویش په هکله دروغ ویلي دي او هغه د کورونا کړکیچ د حل لپاره د ټولو هیوادونو د ملګرتیا پرضرورت ټینګار هم وکړ .
بیلتون غوښتنې د اروپا چارواکي ډیر اندیښمن کړي دي او داسې ښکاري که چیرې دغه بهیر دوام ولري له اروپايي اتحادیې څخه د هیوادونو جلا کیدل به له تمې لیرې نه وي .