اروپایي هیوادونه د افغان کډوالو په هکله موافقې ته نه دي رسیدلي
ایرنا خبري اژانس وايي د اروپا د پارلمان مشر ډیوید ساسولي د افغانستان د کډوالو په هکله د غږمله سیاست د غوره کولو په هکله د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونه نه موافقه یوه(۱) جدي مسله وبلله .
هغه پرون د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو د وزیرانو د وروستۍ غونډې په نتیجې باندې د ناهیلۍ په څرګندولو سره وویل د افغانستان د پناه غوښتونکو د کړکیچ د حل امکان شته خو حتی د اروپا یوه (۱) هیواد هم د افغانستان د کډوالو د منلو لپاره چمتووالی نه دی اعلان کړی .
د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو په تیرې سه شنبې ورځ په بروکسل کښې غونډه وکړه چې له افغانستانه د کډوالو د پراخې څپې په هکله د ګډو سیاستونو او تدبیرونو په هکله سلامشوره وکړي خو دغه غونډه له هغو کډوالو سره چې له افغانستانه وتلي دي یا د وتلو په حال کښې دي د مقابلې لپاره ګډې لارې چارې ته له رسیدا پرته ختمه شوه .
د اسټریا د ډانمارک او د چیک جمهوریت په شان هیوادونه هماغه راز په خپلو پخوانیو دریځونو ټینګار کوي او د افغانستان د کډوالو منلو ته تیار نه دي .