د طالبانو لخوا د افغانستان نیول لویدیځ ته سخت ګوزار و
(last modified Thu, 02 Sep 2021 00:53:25 GMT )
Sep 02, 2021 05:23 Asia/Kabul
  • د طالبانو لخوا د افغانستان نیول لویدیځ ته سخت ګوزار و

فارس خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزف بورل پرون په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کښې په یوې (۱) مقالې کښې د افغانستان بدلونونه او د امریکا فیصلې د اروپا لپاره د ویښ کیدا غږ وباله .

هغه وویل د افغانستان پیښې بوږنونکي وې او مونږ اروپا باید په وسمن متحد باندې د بدلیدا لپاره له سټراتيژیک ارخ څخه په امنیتي توان او د فکري او د عملي توان په پراخولو پانګونه وکړو .

جوزف بورل د اروپا دفاعي بودجې ته په اشارې سره وویل دغه اتحادیه به په راتلونکو شپږو (۶) کلونو کښې په دې زمینه کښې اته(۸) میلیارډه یورو پانګونه وکړي .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزف بورل په افغانستان کښې د لویدیځو هیوادونو  د نفوذ د ساتلو لپاره د راتلونکو پروګرامونو په هکله ادعا وکړه باید د افغانستان د خلکو په تیره بیا د اقلیتونو ، ښځې او د انجلیو ملاتړ ته دوام ورکړو .

 

ټیګونه