امریکاد افغانستان جنګ بایللی، اوس نو زبرځواک نه دی پاتې
د ډیری شناندو او کارپوهانو په وینا مسئولیّت ئې امریکا ته ورګرځي . امریکا په افغانستان کې پخپلو تیروتنو دبرغولي د کیښودلو لپاره په مختلف پلمو پسې ده .
زمونږخبریال د دینانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ،انګریز دفاع وزیر بین والیس نن په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ، له افغانستانه وتلو رووسته امریکا نور سپرپاؤر نه دی، امریکا د افغانستان جنګ په ډير بد ډول بایللی دی
انګریز دفاع وزیر دغه راز ووئيل ، دجنګ له بایللو وروسته امریکا اوس یوازې ستر طاقت دی ، ددغه هیواد پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ له طالبانو سره په موافقې سره امریکا تر ډیره حده کمزوري کړه . د امریکا اوسني ولسمشر جوزف بایډن هم د طالبانو بریالیتوب منلی دی ،له افغانستانه د امریکاپه وتلو پسې په دغه هیواد کې اړۍ ګړئ رامینځة شوه چې د ډیری شناندو او کارپوهانو په وینا مسئولیّت ئې امریکا ته ورګرځي . امریکا په افغانستان کې پخپلو تیروتنو دبرغولي د کیښودلو لپاره په مختلف پلمو پسې ده .