له افغانستانه د بې شرمې وتلو په باب د واشنګټن او لندن ترمینځ دخولې شخړې په زیاتیدا  دي
(last modified Mon, 06 Sep 2021 01:48:32 GMT )
Sep 06, 2021 06:18 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د بې شرمې وتلو په باب د واشنګټن او لندن ترمینځ دخولې شخړې په زیاتیدا  دي

 دا په داسې حال کې دي چې  جوزف بایډن  دبوریس جانسن  دټیلیفونونو  له ځواب ورکولو ډډه کوي .

 پولیټیکو خپرونې  راپور ورکړی ،   د طالبانو تر ولکې لاندې  له افغانستانه د امریکائي ځواک   د بې شرمې   وتنې په دلیل  د جوزف بایډن او بوریس جانسن  ترمینځد خولې  شخړه لازیاته شوې ده .

 راپور ښئ  دغه دخولې شخړه لامل شوې  چې  د بریتانیا دحکومت یو وزیر  دامریکا ولسمشر جوبایډن  ته د ؛لیوني ؛ خطاب وکړي .

 دا په داسې حال کې دي چې  جوزف بایډن  دبوریس جانسن  دټیلیفونونو  له ځواب ورکولو ډډه کوي .

 ددغه راپور په اساس  په داسې شرائطو کې چې  د افراط پالنې  او چین لپاره  له زیاتیدونکو ګواښونو سره  مقابله  لازیاتې نړیوالې ملګرتیا ته ضرورت لری ،  ددواړو لورو ترمینځ  اختلاف د دواړو هیوادونو  په اړیکو کې  یوه  خطرناکه خلاء بریښوي .

 ل دې وروسته چې  جوبایډن تیره  اونۍ  دکابل  له هوائي ډګره د خلکو د ویستلو  دنیټې  دتمدیدیدا په باب دانګلستان  غوښتنو ته توجه ونه کړه ،  دلندن کرکه اوغوسه ئې زیاته کړې ، ځکه  ډیر هغه کسان چې  انګلستان ژمنه کړې وه ،  له افغانستانه ئې وباسي ،  هملته پاتې شوي  دي .

داسې ښکاري د انګلستان او امریکا  اړیکې  د ځوړتیا په لور دي او جوزف بایډن  په  ناټو کې د امریکا ځائيګي ته سخت ګوزار ورکړی دی .زیاتره  انګریز چارواکي  له افغانستانه د امریکائي  پوځيانو بیړناک وتل د هغې ډلې په وړاندې  بیړنۍ تسلیمیدا  ګڼي چې ، تر شلو کلونو راهسې ئې په خلاف جنګیدلي  دي .

 

ټیګونه