روسیې او پاکستان د پوځي ملګرتیاو په پراخولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106342-روسیې_او_پاکستان_د_پوځي_ملګرتیاو_په_پراخولو_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وايي د روسیې د دفاع وزیر مرستیال او د پاکستان پوځي قومندانانو د دواړو هیوادونو د پوځي ملګرتیاو د پراختیا په هکله موافقه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2021 01:34 Asia/Kabul
  • روسیې او پاکستان د پوځي ملګرتیاو په پراخولو ټینګار وکړ

زمونږ خبریال وايي د روسیې د دفاع وزیر مرستیال او د پاکستان پوځي قومندانانو د دواړو هیوادونو د پوځي ملګرتیاو د پراختیا په هکله موافقه وکړه .

د روسیې د دفاع وزیر مرستیال جنرال الکساندر فومین چې اسلام اباد ته ورغلی دی پرون د پاکستان د دفاع وزارت په کوربه توب د دواړو هیوادونو د ګډې کمیټۍ د خبرو اترو په دریم(۳) پړاو کښې ګډون وکړ او د اسلام اباد له چارواکو سره یې د بیلابیلو پوځي  موضوګانو په هکله خبرې وکړې .

د روسیې  او د پاکستان پوځي چارواکو د دوه اړخیزه پوځي غونډې په دغه پړاو کښې د پوځي روزنې ، د ګډې پوځي مانورې د ترسره کولو او د استخباراتي ، دفاعي او د صنعتي ملګرتیا په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د ملګرتیاو او د اړیکو په هکله غور وکړ .

د سیمې په تیره بیا د افغانستان په امنیتي بدلونونو غور کول د روسیې او د پاکستان د پوځي چارواکو د غونډې په اجنډا کښې شامل و او هغوې ټینګار وکړ د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزه پوځي غونډو دوام د سیمې د امنیت لپاره تضمین او د سیمې د ډيرو چیلنجونو د حل کولو لپاره اسانتیا رامینځته کونکی کیدلی شي .