د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست ماتې خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108290-د_افغانستان_په_وړاندې_د_امریکې_سیاست_ماتې_خوړلې_ده
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست ماته خوړلی وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2021 04:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست ماتې خوړلې ده

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست ماته خوړلی وباله

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست ماته خوړلی وباله

میخائیل اولیانوف وویل: د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست له سیاسي، پوځي، سفارتي او انسان دوستۍ له نظره په بشپړه توګه ماتې خوړلې ده.

د اولیانوف دا څرګندونې د امریکې له خوا د افغانستان د پانګې د بلاک کیدو په لړ کښې د انتقادي ټویټ په غبرګون کښې شوې دي.

له دې مخکښې هم د روسيې او چین چارواکي د افغانستان د اقتصادي کړکیچ په وجه د دغه هیواد خلاف د امریکې د اقتصادي بندیزونو د لغوه کیدو غوښتونکي شوي وو.

امریکې د ۹.۴ میلیارډ ډالرو په ارزښت د افغانستان د مرکزي بانک ذخایر بلاک کړي دي.