د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت ترمینځ اوربند ټینګ شو
فارس خبري اژانس وايي د ارمنستان دفاع وزیر سورن پاپیکیان بیګا له اذربایجان جمهوریت سره په سرحد کښې د اوربند د ټینګیدا خبر ورکړ .
د روسیې دفاع وزارت هم خبر ورکړ چې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت له دفاع وزیرانو سره د ماسکو د دفاع وزیر له ټیلي فوني خبرو وروسته باکو او ایروان په سرحدي سیمه کښې د اوربند لپاره ضروري اقدامات غوره کړل .
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو پرون د ټیلي فون له لارې د اذربایجان جمهوریت له دفاع وزیر ذاکر غسانوف او د ارمنستان له دفاع وزیر سورن پاپیکیان سره خبرې وکړې او له دواړو هیوادونو یې وغوښتل هغه اقدامات چې په سرحدي سیمه کښې د حالاتو د خرابیدا سبب کیږي بند کړي .
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف هم وویل چې له ارمنستان سره په جنګ کښې د دغه هیواد څو پوځيان ژوبل شوي دي .
په تیر میلادي کال کښې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت ترمینځ د اوربند له ټینګیدا سره سره د دواړو هیوادونو ترمینځ تاوتریخوالي هماغه راز دوام لري .