امریکا او ناټو د افغانستان د اوسني وضعیّت لاملونه دي
مونږ باید درک کړو چې په افغانستان کې ۳۹میلیون خلک له یوه ستر انساني ناورین سره لاس او ګریوان دي .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ، د چین دخارجه وزارت ویندوي ژائو لیجیان بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، امریکا او ناټو باید د هغه څه په باب چې ترسره ئې کړي دي ، جبران کړي ، او د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ دې آزادې کړي ، نړیواله ټولنه دې دافغانستان داقتصاد له ښه کولو او پراختیا ته ددغه هیواد دلاس رسي سره مرسته وکړي او د افغانستان د ولس په وړاندې مشکلاتو په ختمولو کې دې ورسره ګډون وکړي .
ژائو لیجیان ټينګار کړی ، چین د افغانستان د یوه دوست هیواد په توګه ددغه هیواد دانسان دوستۍ حالات تعقیبوي او په مختلفو رودو سره د دوي داقتصادي مشکلاتو دحل کولو لپاره ملګرتیا ته تیار دی .
د چین دخارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ده ، چین دغږملونکي رول په لوبونې کې د ملګروملتو لازیات ملاتړ کوي او له درستو نړیوالو شریکانو غواړي ، چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې زیاتې کړي ، ځکه چین تل باؤري دی ، له افغانستان سره د انسان دوستۍ مرستې د ملګروملتو دامنیت شورا دپریکړه لیکونو خلاف ورزي نه ده . دغه مرستې هیڅکله هم باید له سیاسی او نورو شرطونو سره ونه تړل شي او مونږ باید درک کړو چې په افغانستان کې ۳۹میلیون خلک له یوه ستر انساني ناورین سره لاس او ګریوان دي .