چین په افغانستان کې تجارتي نندارتونه جوړوي
کابو دوه میاشتې مخکې هم په چین کې یو نندارتون ترسره شوی ؤ چې له افغانستانه تجارتي شیان په تیره بیا وچه میوه نندارې ته پکې وړاندې شوې وه .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،د چین رسندویو په افغانستان کې د تجارتي نندارتون د ترسره کولو لپاره د چین د تجارتي شرکتونو د فیصلې خبر ورکړی او وئیلی ئې دي ډیر زر به په افغانستان کې دغه شان نندارتونونه ترسره شي.
دافغانستان په ضد دلویدیځوالو په تیره بیا دامریکا بندیزونه ، په دغه هیواد کې د پانګونې ستر خنډونه حسابیږي .
په راپور کې وئيل شوي ، سره له دې چې د چین او افغانستان ترمینځ تجارتي اړیکې په زیاتیدا دي ، خو چیني شرکتونه وائي ، بې ثباتي او لویدیځي بندیزونه په افغانستان کې د پانګونې ستر خنډونه دي .
په افغانستان کې د چیني شرکتونو استازي وائي ، ددغه هیواد کانونه او کرهڼيزه برخه ، د پانګونو د جلبولو لازیات ظرفیّتونه لري ، لویدیځي بندیزونه و بې ثباتۍ ددغو شرکتونو د پانګونې په وړاندې جدي ګواښونه او خنډونه دي .
کابو دوه میاشتې مخکې هم په چین کې یو نندارتون ترسره شوی ؤ چې له افغانستانه تجارتي شیان په تیره بیا وچه میوه نندارې ته پکې وړاندې شوې وه .