په ویاناکې دخبرونهائي برخه په برابریدو ده
داپه داسې حال کې دي چې بیګا ناوخته د د مسودې د متنونو په باب بحث او د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره د ایران ، اروپائي اتحادئې او ۴+۱ډلې دپلاؤ د مشرانو او استازو غونډه ترسره شوې ده .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په خبرواترو کې د روسیې د مرکچي ټيم مشر میخائيل اولیانوف پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، د ایران او ۴+۱دلې د استازو ترمینځ په وروستۍ ناستې کې ددغو خبرواترو دنهائي متن د مهې برخې برابرول پاي ته په رسیدو دي .
هغه پخپل پيغام کې ددغو خبرواترو د نهائي سند د مسودې د لیکلو لپاره د بندیزونو دلغوه کولولپاره د خبرواترو دوام ته په اشارې سره ولیکل ، تر دې دم ه ځینی مسئلې پاتې دي البته په نهائي کیدو دي .
داپه داسې حال کې دي چې بیګا ناوخته د د مسودې د متنونو په باب بحث او د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره د ایران ، اروپائي اتحادئې او ۴+۱ډلې دپلاؤ د مشرانو او استازو غونډه ترسره شوې ده .
دایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم پرون په خبری کنفرانس کې د ایران او ۴+۱ ډلې د خبرواترو د بدلونونو په باب ووئيل ، درستو لورو منلې ده چې باید له ایټمي نړیوالې موافقې د امریکا دبیرته وتلو شاهدان ونه ووسو، په دې اړه ځيني پرمختګونه شوي او بریکټونه هم ختم شوي او داختلافاتو اندازه تر ډیره حده کمه شوې ده .