چین ته د پوتین سفر او د دواړو هیوادونو د مشرانو ګډه بیانیه
(last modified Sat, 05 Feb 2022 11:31:44 GMT )
Feb 05, 2022 16:01 Asia/Kabul
  • چین ته د پوتین سفر او د دواړو هیوادونو د مشرانو ګډه بیانیه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر دوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره، د جمعې په ورځ چین ته سفر وکړ او له خپل چینایي سیال «شی جین پینګ» سره په بیجینګ کې خبري اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې د چین او د روسیې مشرانو د سیمي او د نړۍ په کچه د دوه اړخیزو مهمو مسالو، په هکله سلامشورې وکړي.

پوتین په دغه لیدنه کې، چین سره د روسیې نژدې اړیکې بې مخینې وبللې، شی جین پینګ هم وویل چي چین او روسیه په نړۍ کې له خپلو اساسي ګټو د خوندیتوب په لړ کې له هلوځلو څخه ملاتړ کوي.

د چین او د روسیې ولسمشرانو همدارنګه د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د دوامداره ودې لپاره یوه ګډه بیانیه لاسلیک کړ.

په بیانیه کې راغلې: نړۍ همدا اوس د پراخو بدلونونو کتونکې ده او بشریت هم د ګرنډي بدلونونو نوې دور ته داخلیږي چي د اقتصاد نړیواله کېدا، د اسختباراتي ټولنې جوړېدا، فرهنګي ډول ډول والې او د نړیوال واک د سیسټم او د نظم بدلېدا په کښې شاملي دي.

روسیه او چین د دوو مهمو نړیوالو قدرتونو په توګه په وروستیو کلونو کې د همکاریو د ودې او د امریکې د یو اړخیزو اقداماتو په وړاندې د ګډ دریځ د غوره کولو په لړ کې مهم ګامونه اوچت کړي او د نړۍ د نوی نظم په توګه د څو اړخیز پالنې د پېژندنې غوښتونکي شوي دي.

په داسي حال کې چي امریکا د ټرامپ د ولسمشرۍ په دوره کې د تک قطبي نظام په ساتلو باندې په تاکېد سره او د نړیوال پولیس د رول د اداکولو په مټ د یواړخیز پالنې له لاري د خپلو اهدافو او غوښتنو د تر لاسه کولو هلي ځلې کولې، مسکو او بیجینګ په دې باور دي چي نړیوال بدلونونه او د نړیوال نظام حقیقتونه د څواړخیز نظام په لوری یو ګذر دی.

د دواړو هیوادونو جګپوري چارواکې په دې مسالې باندې په تاکېد سره، د دوه اړخیزو اړیکو د ودې او د نوی نړیوالو قدرتونو تر مینځ د همکاریو غوښتونکي دي چي البته یوه بیلګه یې د روسیې، چین، هند، برزیل او جنوبي افریقا ډله یا «بریکس» دی.

روسیه او چین اوس په مختلفو، اقتصادي، تجارتي، فوځي، امنیتي، وسله ایز، سیاسي او ډیپلماټیکو دګرونو کې پراخي اړیکې جوړي کړي او په یو وخت کې د «شانګهای» او «بریکس» په څېر په نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو ګډون ښودنه کوي چي دواړه هیوادونه په مختلفو ډګرونو کې د امریکې د یرغلیزو اقداماتو او د لوېدیځوالو د واک غوښتنې سره د مقابلې لپاره د سیمه ایزو او نړیوالو همکاریو د پراختیا په لړ کې یو شان دریځونه غور کړي دي.

د «اتلانتیک شورا» د څېړنیز مرکز غړی «ماتیو کرونیګ» وایي: مسکو او بیجینګ د استراتیجیکو مسالو په وړاندې د خپلو دریځونو په تطبیقولو لګیا دي.

یوه بله موضوع چي د چین او د روسیې د مشرانو په بیانیه کې تاکېد په شوې، تر هرې پلمې لاندې د نورو هیوادونو په چارو کې د بهرنیانو د لاسووهنې غندنه ده، هغوی له امریکا څخه غوښتنه وکړه چي د روسیې له لوري د امنیتي ضمانتونو وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي او په اروپا او اسیا پېسیفیک کې د لیري او نژدې واټن ویشتونکی توغندیو په ځای پر ځای کولو له سره غور وکړي.

امریکا د ټرامپ د واکمنۍ پر مهال د «آی ان اف» او د «خلاص فضا» په څېر له ایټمي تړونونو څخه په وتلو سره د خپلو توغندوي او ایټمي وسلو د پراختیا زمینه برابره کړې او اوس د بایډن په دوره کې د امریکا حکومت غواړي خپل ایټمي توغندی په دوو مهمو سیمو یعني په پېسیفیک اسیا او اروپا کې ځای پر ځای کړي. له دې کار څخه د امریکا هدف په اصطلاح سره، په پېسیفیک اسیا کې د چین او په ختیځه اروپا کې د روسیې مهارول دی، د امریکا دغه ډول کړنې یوازې په یادو سیمو کې د وسله ایزو سیالیو د سختېدو سبب ګرځېدلی دی او روسیې او چین یې د امریکې د یرغلیزو اقداماتو په وړاندې ځواب وینې ته مجبوره کړی دی.

 

 

ټیګونه