چین او پاکستان سیمه ایزې اونړیوالې اړیکې نوره هم پیاوړي کوي
(last modified Sun, 06 Feb 2022 11:24:33 GMT )
Feb 06, 2022 15:54 Asia/Kabul
  • چین او پاکستان سیمه ایزې اونړیوالې اړیکې نوره هم پیاوړي کوي

د شی جین پینګ په وینا ،له پاکستان سره د چین ملګرتیا،  دسیمه ایزې آو نړیوالې سولې اوثبات سبب  کیږي .

د چین ولسمشر شی جین پینګ نن په بیجینګ کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره  په لیدنې کې د متقابل اعتماد په اساس د بیجیګ او اسلام اباد د دوواړخیزو اړیکو دپراختیا غوښتنه وکړه .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  د چین ولسمشر  په دغې کتنې کې ووئیل چین په چورلټ ډول  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او د پاکستان  دملی حاکمیّت ، خپلواکۍ او کرامت په ساتنې کې له دغه هیواده ملاتړ کوي . شی جین پینګ  دغه راز روښانه کړې ده ،  د  سایئنس او ټیکنالوجۍ ، کرهڼې ، اجتماعي او اقتصادي  برخو کې   له پاکستان سره د دوړواړخیزو اړیکو پراختیا د  مونږ د ولس غوښته ده .

 د پاکستان لومړي وزیر هم په دغې کتنې کې  دبیجینګ او اسلام اباد د  پانګونې او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره  پاکستان ته د چیني تجارتي شرکتونو د ورتلو غوښتنه وکړه .

دا په داسې حال کې دي چې د شی جین پینګ په وینا ،له پاکستان سره د چین ملګرتیا،  دسیمه ایزې آو نړیوالې سولې اوثبات سبب  کیږي .

 

ټیګونه