چین له اسیایي هیوادونو سره په سوداګریزو معاملاتو کې له ډالره نور کار نه اخلی
(last modified Fri, 18 Feb 2022 01:42:27 GMT )
Feb 18, 2022 06:12 Asia/Kabul
  • چین له اسیایي هیوادونو سره په سوداګریزو معاملاتو کې له ډالره نور کار نه اخلی

د چین مرکزي بانک اعلان وکړ چي له اسیایي هیوادونو په راکړو ورکړو او پانګه اچونو کې به د ډالر پر ځای د ملي اسعارو د مبادلې زمینه برابره کړي.

د چین د مرکزي بانک مشر یی ګنګ ویلي چي دغه کار د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړي کېدو په موخه تر سره کیږي.

هغه تاکېد وکړ چي نوې اقتصادي مارکیټونه باید د ډالرو په وړاندې مقاومت زیات کړي او په دې لاره کې نړیوالي او سیمه ایزي همکارۍ زیات اهمیت لري.

د چین د مرکزي بانک مشر وویل چي د اسیايي هیوادونو تر مینځ په سوداګریو کې د ډالرو پر ځای د ملي اسعارو استعمال د بهرنیو فشارونو په وړاندې سیمه ایز مالي نظام پیاوړي کوي.

د هغه په وېنا د چین، جاپان او جنوبي کوریا تر مینځ د ملي اسعارو د مبادلې کچه ۳۸۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

 

ټیګونه