روسیې د اوکراین پرپوځي مرکزونو درندۀ بریدونه پيل کړل
الجزیره ټيلیویژني چینل هم راپور ورکړی ،په کی یف او خارکیف کې د اوکراین دپوځ د قوماندانۍ پر مرکزونو هم توغندوي حملې او دغه راز د اوکراین په مختلفو سیمو باندې دروسیې جنګي الوتکو هم بمبارۍ کړي دي.
زمونږ خبریال راپور راکړ ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار وختي ، د دونباس سیمې د حفاظت لپاره ددغه هیواد دځانګړو پوځي عملیاتو د پيلیدا فرمان صادر کړ.
دو نباس سیمه د اوکراین په ختیځ کې دروسي توکمه اوسیدونکي لري ، او له ۲۰۱۴کال څخه د دغې سیمې روسانو ، د دونتسک او لوهانک دوه جمهوریتونه تاسیس کړي او له اوکرایني حکومت څخه ئې خپلواکه ځاي حکومتونه جوړ کړي دي .
الجزیره ټيلیویژني چینل هم راپور ورکړی ،په کی یف او خارکیف کې د اوکراین دپوځ د قوماندانۍ پر مرکزونو هم توغندوي حملې او دغه راز د اوکراین په مختلفو سیمو باندې دروسیې جنګي الوتکو هم بمبارۍ کړي دي.
داپه داسې حال کې دي چې د اوکراین دفاع وزارت د کی یف دنړیوال هوائي ډګر له درستو کارکونکو او مسافرانو دخالی کیدا خبر ورکړی او د غه راز ئې وئيلي دي ،د روسیې دسمندري ځواک جنګی بیړیو هم په آزوف و اودسا سمندر کې د هیلي برن ځواک عملیات هم پیل کړي دي .
له دې سره په یووخت د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،د روسیې پوځي عملیات به له ښارونو پرته وي او عمومی ځایونو ته به هیڅ تاوان ونه رسوي .
وروستی راپورونه ښئ چې د امریکا ولسمشر جوزف بایډن چې په همداوروستیو کې ددغې شخړې د پيلیدا لپاره هیڅ هڅه نه ده سپمولې ، د روسیې د ولسمشر له خوا ئې د دونباس کې د ځانګړو پوځي عملیاتو د فرمان د صادریدا په غبرګون کې وئيلي دي ،نړۍ به روسیه مسئوله وګڼي .
