د اکراین – روسیې تر مینځ خبرو اترو ته د زلنسکي هیلمندي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112706-د_اکراین_روسیې_تر_مینځ_خبرو_اترو_ته_د_زلنسکي_هیلمندي
د اکراین ولسمشر اعلان وکړ چي د روسیې سره به د نښتو د بندېدو په هکله یا اوس او یا هم په نژدې راتلونکو کې خبري اترې پیل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2022 09:47 Asia/Kabul
  • د اکراین – روسیې تر مینځ خبرو اترو ته د زلنسکي هیلمندي

د اکراین ولسمشر اعلان وکړ چي د روسیې سره به د نښتو د بندېدو په هکله یا اوس او یا هم په نژدې راتلونکو کې خبري اترې پیل شي.

د اسپیوتنیک له راپور سره سم، د اکراین ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي» ادعا وکړه چي یا اوس او یا هم وروسته به له روسیې سره خبري اترې وکړي او هغوی به اکراین ته د دښمني او د یرغل د پای ته رسېدو لاري چاري وښیي.

هغه زیاته کړه هرڅومره چي خبري اترې ژر پیل شي هغومره به د مرګژوبلو مخنیوی وشي.

د اکراین ولسمشر د دې په بیانولو چي نړۍ اوس هم له لیري څخه یوازې په اکراین باندې د برید ننداره کوي، وویل: په روسیې باندې لګول شوي بندیزونه کفایت نه کوي.

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په شپه اعلان وکړ چي روسیه د اکراین په خاوره کې یوه ځانګړې عملیات تر سره کوي، له دغه عملیات څخه هدف د اکراین بې وسلې کول دی او روسیه د اکراین د لاندې کولو اراده نه لري.

هغه تر دې مخکې هم په لوېدیځو هیوادونو باندې اکراین ته د وسلو د لېږدولو او د روسیې په امنیتي اندېښنو د سترګو د پټولو د امله نیوکې کړي وې.

د دونتسک جمهوریت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د اکراین د فوځیانو په برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي. همدارنګه د لوهانسک د جمهوریت چارواکو هم د اکراین د فوځ په بریدونو کې د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړي دي.

کریان