د بایالوجیکو وسلو په جوړولو کښې د یوکراین او امریکې په ملګرتیا باندې د روسیې ټینګار
(last modified Thu, 10 Mar 2022 11:00:56 GMT )
Mar 10, 2022 15:30 Asia/Kabul
  • د بایالوجیکو وسلو په جوړولو کښې د یوکراین او امریکې په ملګرتیا باندې د روسیې ټینګار

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د یوکراین لیبارټرۍ د بایالوجیکو وسلو د جوړولو لپاره د یوکراین او امریکې ترمینځ د ملګرتیا د شتون او د بایالوجیکو او زهرجنو وسلو د پراختیا د منعې د موافقې د خلاف ورزۍ په لړ کښې د واشنګټن اقدام تاییدوي.

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ټینګار وکړ چې د فرورۍ په ۲۴ نیټه د یوکراین د بایالوجیکو لیبارټریو له کارکونکو څخه د طاعون، سیاه زخم، وبا او د داسې نورو وژونکو ناروغیو د رامینځته کونکو عواملو د سمدستي او بیړنۍ نابودۍ په هکله د اسناد او مدارک ترلاسه شوي دي. د هغې په وینا، دا کار د بایالوجیکو وسلو د کنونشن Biological Weapons Convention=BWC د وړومبۍ مادې د خلاف ورزۍ په هکله د یوکراین او امریکې په اقدام پورې د اړوندو حقایقو له څرګندیدو د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.

د روسیې دفاع وزارت هم تیره دوشنبه وویل چې د یوکراین د لویدیځ په لویو ښار کښې په بایالوجیکې لیبارټرۍ کښې د طاعون او سیاه زخم په بیکټیریا سره ترسره شوي اقدامات د یوکراین د پوځي بایالوجیکو وسلو د پروګرامونو یوه برخه ده. د روسیې د ایټمي، کیمیايي او بایالوجیکي وسلو د ساتنې د ځواکونو قومندان ایګور کریلوف هم ویلي دي: د خراب کړی شویو آثارو تجزیه او څیړنه د (لویو) ښار په بایالوجیکې لیبارټرۍ کښې د طاعون، انتراکس یا سیاه زخم او بروسیلوسیس د ناروغیو له رامینځته کونکو او د اوکراین په (خارکیف) او (پولتاوا لابراتوارونو) کښې د ډیپتیریا، سالمونیلوسیس او د خونړي اسهال ناروغیو په عواملو باندې د کار کولو ښودنه کوي.

داسې ښکاري چې د بایالوجیکو وسلو د پراختیا په لړ کښې د امریکې او یوکراین ملګرتیا په ټوله نړۍ کښې د بایالوجیکو وسلو د جوړولو د لیبارټریو او تاسیساتو د برابرولو او فعالیت لپاره د واشنګټ د سترو پروګرامونو په چوکاټ کښې ترسره شوي وي.

د ماسکو له خوا د دې کار په ډاګه کیدا د بایالوجیکو وسلو په شمول د ممنوعه او ډل وژونکو وسلو د پراختیا لپاره د هلوځلو په هکله د امریکې د حقیقي کړنلارې یوه بله نښه ده. په زړه پورې ټکی دا چې د ماسکو له خوا د دغه کار رسوا کیدل سمدستي د واشنګټن له غبرګون سره مخامخ شول. د سپینې ماڼې ویاندې جن ساکي مدعي شوه چې د امریکې د بایالوجیکو وسلو د لیبارټریو د شتون او په یوکراین کښې د کیمیايي وسلو د پراختیا په هکله د روسیې ادعا دروغ ده. د دسیسې دا تئورۍ، چیني چارواکي تکراروي او غیرمنطقي دي.

د چین د خارجه وزارت ویاند ژائو لیجیان تیره سه شنبه په یوکراین کښې د بایالوجیکو وسلو په جوولو کښې د امریکې د لاس له څرګندیدو وروسته له واشنګټنه وضاحت غوښتی و.

په یوکراین کښې د امریکې د بایالوجیکو وسلو د پراختیايي لیبارټریو د شتون د دروغوالي په هکله د امریکې ادعا په داسې حال کښې شوې ده چې اسناد او مدارک ښودنه کوي واشنګټن د شوروي له ټوټې کیدو وروسته په جوړو شویو هیوادونو کښې د بایالوجیکو وسلو د لیبارټریو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. سره له دې چې امریکا په ۱۹۷۵ کال کښې اجرا شوي د بایالوجیکو وسلو د کنونشن غړې ده خو په عملي توګه د دغو غیرانساني وسلو د مختلفو قِسمونو د پراختیا له مخکښانو څخه ده. امریکې په تیرو څو لسیزو کښې له اروپا واخلې تر افریقې او سویل لویدیځې آسیا پورې د دنیا په مختلفو سیمو کښې د بایالوجیکو لیبارټرو یو پراخ نیټ ورک جوړ کړی دی. امریکې په دې لړ کښې په هیواد کښې دننه د لسګونو سترو بایالوجیکو لیبارټریو پر لرلو سربیره، په دې وروستیو کلونو کښې له هیواده بهر هم د دغه ډول وسلو د لیبارټریو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او ځیني رپورټونه د دغو لیبارټریو شمیر له دوو سوو زیات اعلان کړی دی.

واشنګټن په حقیقت کښې په امریکا کښې د بایالوجیکي غمیزې د رامینځته کیدو د مخنیوي لپاره چې مخښې یې مختلفې پیښې رامینځته شوې دي، دغه لیبارټرۍ د امریکې له خاورې بهر منتقلې کړې دي. د نامتعارفو وسلو کارپوه ایګور نیکولین Igor Nikulin دې ټکي ته په اشارې سره چې هم ګټي هیوادونه باید د امریکې له خوا رامینځته شویو بایالوجیکو ګواښونو سره مقابله وکړي، وايي: په کومو ځایونو کښې چې امریکايي لیبارټرۍ جوړې شوې دي هلته بې له ځنډه مختلفې بیمارۍ خورې شوې دي. له دې نه علاوه د دغو لیبارټریو ځاې په تیره بیا کومې چې روسیې او چین ته په نزدې هیوادونو کښې دي، په حقیقت کښې د امریکې د دوو سترو نړیوالو سیالانو خلاف د بایالوجیکو ګواښونو د رامینځته کولو په موخه جوړې شوې دي. د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د امریکې د بایالوجیکو لیبارټریو شتون د ځمکې پر مخ انساني ژوند ته د واشنګټن د بې پامۍ او د ډل وژونکو وسلو د جوړولو په موخه یې د پرله پسې کوششونو نښه ده.

*/*//*/*/*/*/*/*/

 

ټیګونه