اوکراین ته د وسلو لیږد یوه خطرناکه لوبه ده
(last modified Sat, 12 Mar 2022 02:55:16 GMT )
Mar 12, 2022 07:25 Asia/Kabul
  •  اوکراین ته د وسلو لیږد یوه خطرناکه لوبه ده

 د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  د ترکیې په آنتالیا کې د اوکراین له خارجه وزیر  سره له کتنې وروسته په یولړ څرګندونو کې  ووئيل  اوکراین ته د ډول ډول وسلو لیږدول  خطرناک کار دی او  خطرنا کې پایلې لري ،   په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیات  د پروګرام په اساس پرمخ ځي .

  داپه داسې حال کې دي چې   ډیری خبری سرچینې وائي امریکا په اوکراین کې  دځينو خطرناکو وسلو په جوړولو  لاس پورې کړی  او دغه راز ئې  دلویدیځي هیوادونو په ملتیا او مرستو سره   اوکراین ته  نوره ډیرې خطرناکې وسلې هم لیږلي دي .

 دروسیې  خارجه زویر په آنتالیا کې د  اوکراین له خارجه وزیر دیمیتري کولبا سره له کتنې وروسته  هغو کسانو ته په خبرداری ورکولو سره چې په اوکراین وسلې پلوري  او دغه هیواد ته جګړه  مار تالی څټي لیږي ،  ووئيل ، روسیه  پر نورو هیوادونو دحملې نیّت نه لري او په اوکراین ئې  هم حمله نه ده کړې . 

 داپه داسې حال کې دي چې  د سویډ دفاع وزیر  پيټر هولتکویسټ  په اوکراین کې د ناټو  د لاسوهنې  دنتیجو په باب په خبرداري  سره  ووئیل ،که  ناټو په اوکراین  کې  مداخلت وکړي ،نو دا به دریم نړیوال جنګ  ته د اروپا د دنګلو په معنا وي . 

 همداراز د  د ملګروملتو د وسلو د بندیز د چارو مشر ایزومي ناکامیتسو  د  امنیت شورا په پرونۍ ناستې کې  ووئیل ، ملګری ملتونه   په اوکراین کې د بیولوجیکي وسلو  د پروګرام په اړه هیڅ معلومات نه لری ، خو خبرداری ئې ورکړ ، چې  د  اوکراین په ایټمی بټَیو کې  د  ځينو پيښو احتمال  ورځ  تر بلې په زیاتیدا دی