روسیه د امریکا په شان شوکه او غلا نه کوي
تاس خبري اژانس وايي د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف په امریکا باندې د روسیې د اینټرنیټي حملې په هکله د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل ماسکو شوکه نه کوي .
هغه ټینګار وکړ د روسیې فیډراسیون د امریکا په شان د ډیرو لویدیځو هیوادونو په اپوټه په حکومتي سویه شوکې او غلا کښې ګډون نه کوي .
د امریکا ولسمشر په تیرې سه شنبې ورځ په راتلونکو ورځو کښې په واشنګټن باندې د روسیې د پراخې اینټرنیټي حملې د ترسره کیدا د احتمال په هکله خبرداری ورکړی و .
دا په داسې حال کښې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له دې مخکې د امریکا په شرکتونو باندې د اینټرنیټي بریدونو په باره کښې د ماسکو پرضد تورونه چټي بللي وو .
د ولسمشر جوبایډن د حکومت په وخت کښې د امریکا او د روسیې اړیکې ډیرې خرابې شوي دي .
د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت په نړیوال ډګر کښې د امریکا د اصلي سیالانو یعني د چین او د روسیې پرضد یرغلیز کړچار تعقیبوي .
د امریکا د نوي حکومت د ملي امنیت د سټراټيژۍ په موقته سند کښې چې د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کښې خپور شو په صراحت سره روسیه د امریکا او د هغې د ګټو پرضد د ګواښ په توګه یاده شوي ده .