ایټالیا د بشري مرستو په نوم سره اوکراین ته وسلې استولي دي
ګلوبل ټایمز اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړی د ایټالیا د هوايي ډګرونو یوشمیر کارکونکو ایشوا کړه چې د ایټالیا حکومت د بشر دوستانه مرستو په نوم سره اوکراین ته وسلې استولي دي .
د ایټالیا د کارګرانو د اتحادیې یوه استازي د بشر دوستانه مرستو په پوښښ کښې اوکراین ته د وسلو د استولو په زمینه کښې وویل د وسلو استول د روسیې او د اوکراین ترمینځ د جنګ حالت نه حل کوي ځکه چې دغه کار مونږ د دریم نړیوال جنګ له خطر سره مخامخ کوي .
کابو دوه زره(۲۰۰۰) کسانو په تیرې شنبې ورځ اوکراین ته د ایټالیا لخوا د وسلو په استولو اعتراض کښې په پیزا ښار کښې مظاهرې کړي وې .
د ایټالیا په پیزا ښار کښې د ګالیله هوايي ډګر کارکونکو ایشوا کړه چې د بشر دوستانه مرستو په نوم سره اوکراین ته وسلې او مهمات استول شوي دي .
د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر ویاچسلاو ولودین په ناټو تړون غږ کړی دی چې اوکراین ته د وسلو او د ګوډاګیانو د استولو کار بند کړي .
لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا له تیرو کلونو راهسې د اوکراین د حکومت پراخ پوځي او مالي ملاتړ کړی دی او په دغه هیواد کښې د جنګ له شروع کیدا وروسته یې هم هلته د ګوډاګیانو د استولو په څنګ کښې خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی دی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی دی چې اوکراین ته د وسلو او د ګوډاګیانو په استولو کښې د اروپايي هیوادونو اقدام دغه هیواد له تباهۍ سره مخ کوي .