د ایټمي نړیوالې موافقې احیاء ته ډير نزدې شوي یوو
جوزف بورل په همداوروستیو کې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې وئيلي ، چې اروپائي اتحادیه ، له امریکا څخه د اقتصادي ضمانتونو د اخستو لپاره دایران د غوښتې ملاتړ کوي .
د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مسئول جوزف بورل نن دقطر په دوحې کې په یوه سیمنار کې ووئيل ، ایران او نړیوال قدرتونه ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره موافقې ته ډير نزدې شوي دي .
ایرنا خبري آژانس راپورورکړ ، د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل دغه څرګندونې د دوحې په شلمې غونډې چې نن او سبا ترسره کیږي، کړي او وئيلی ئې دي ، باید دغه نړیواله موافقه چې د درستې نړۍ او سیمې په ګټه ده زرترزره لاسلیک شي او ترینګلتیاوې او شخړې هم نوره پاي ته ورسیږي .
له بل پلوه راپورونه ښئ چې د اروپائي اتحاددئې د بهرني سیاست د کمیشن مرستیال او د ایټمي خبرواترو غږملونکی آنریکه موره د باقي پاتې مسئلو د حل کولو او د بندیزونو د ختمولو لپاره د خبرواتر د جمع بندۍ لپاره دخبرواترو په موخې سره دایران په لور خوځيدلی دی .
جوزف بورل په همداوروستیو کې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې وئيلي ، چې اروپائي اتحادیه ، له امریکا څخه د اقتصادي ضمانتونو د اخستو لپاره دایران د غوښتې ملاتړ کوي .هغه وئيلی دي ،دویانا ایټمی خبرې اترې ،یوه حساس ځاي ته رسیدلي دي او اوس امریکا اوایران دپیغامونو په مبادلې کې باید له خپلې لازیات نرمښت وښئ او هڅه وکړي ، چې د وخت پر محدودیّت غلبه وکړي . بورل ددې خبرې په کولو سره چې د ایران لپاره داقتصادي ضمانت موضوع مهمه ده ، زیاته کړه ، مونږ له دې غوښتې څخه ملاتړ کوو او د یوې ښې موافقې تر رسیدا پورې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ، ځکه ئې ډیره وږده لاره مو کچ کړې ده .