جرمني د بایکاټونو په منفي پایلو اعتراف وکړ
زمونږ خبریال وايي د جرمني د مالیې وزیر کریسټین لینډنر له دې سره سره چې هیواد یې د روسیې پرضد د بایکاټ په لګولو سره د انرژۍ له سخت کړکیچ سره مخامخ دی اعتراف وکړ د اوکراین جنګ د جرمني خلک لا پسې بې وزله کوي .
هغه پرون له «بیلډ» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د اوکراین جنګ مونږ ټول نور پسې بې وزله کوي ځکه چې د وارداتي انرژۍ لپاره باید ډیرې پیسې ورکړو .
د جرمني د مالیې وزیر کریسټین لینډنر د اقتصادي ودې کمیدا او د شیانو د بیو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د جرمني په اقتصادي کښې اوسني حالت جدي اندیښنې رامینځته کړي دي او حکومت به د انفلاسیون د ګواښ د مخنینوي لپاره خپله ټوله هڅه ترسره کړي .
جرمني د اروپا یو صنعتي قطب او له روسیې څخه د طبیعي ګازو اصلي واردونکی هیوادی دی او تیر میلادي کال د جرمني څلوردیرش فیصده سونګ او ګاز له روسیې څخه تامین شوي وو .
د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو اقدامات په داسې حال کښې دي چې لویدیځ هیوادونه ویره لري په اقتصادي برخو په تیره بیا د تیلو او د ګازو په زمینه کښې د بایکاټو سختیدل د اروپا اقتصادي او د انرژۍ د نړیوالو بازارونو شرایط له مخکې څخه نور پسې ګډوډ کوي .