اروپايي اتحادیه د روسیې د ګازو او د تیلو د ځاې ناستي جوګه نه ده
(last modified Sat, 16 Apr 2022 01:41:04 GMT )
Apr 16, 2022 06:11 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیه د روسیې د ګازو او د تیلو د ځاې ناستي جوګه نه ده

زمونږ خبریال وايي د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکساندر نووک د ماسکو د تیلو او د ګازو په ځای ناستي رامینځته کولو کښې د اروپايي اتحادیې په بې وسۍ ټینګار وکړ .

هغه پرون وویل اروپايي اتحادیه به ونه توانیږي چې تر راتلونکو پینځو (۵)یا لسو(۱۰) کلونو پورې د ماسکو د ګازو او د تیلو لپاره ځای ناستی پیدا کړي .

اروپايي اتحادیې په اوکراین کښې د جنګ له پیلیدا راهسې د روسیې پرضد سخت بندیزونه لګولي دي او د روسیې د انرژۍ د حوزې تر بایکاټ پورې مخ ته تللي ده خو د اروپايي اتحادیې د ځینو غړیو د مخالفت په دلیل د دغو بایکاټونو په اعمالو کښې بریالۍ نه ده شوي .

 

ټیګونه