توکمپالنه او تشدد په امریکا کښې یو دوامداره بهیر دی
(last modified Tue, 19 Apr 2022 05:03:17 GMT )
Apr 19, 2022 09:33 Asia/Kabul
  • توکمپالنه او تشدد په امریکا کښې یو دوامداره بهیر دی

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یو سپین پوستي پولیس افسر په لاس د ۲۶ کلن افریقايي توکمه ځوان له وژل کیدو وروسته په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو د حالت د خرابوالي په هکله اندیښنه څرګنده کړه

د امریکې د میشیګن ایالت په ګرانډ راپیډز ښار کښې یو سپين پوستي پولیس د تشدد په دوران کښې د ۲۶ کلن افریقايي توکمه ځوان په سر وویشته او ویې وژه او دا پيښه یوځل بیا د پولیسو د توکمیز توپیر په وجه د امریکايي ټولنې له سختې نیوکې سره مخامخ شوه.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ونبین د دغه تاوتریخجن اقدام په غبرګون کښې وویل: توکمیز توپیر، وسله وال جنایتونه او تشدد په امریکا کښې په یو پرله پسې او سیسټماټیک بهیر بدل شوی دی.

ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې د چین د خارجه وزارت ویاندوي وویل: مونږ په امریکا کښې د بشري حقوقو د حالاتو د خرابوالي په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګندوو.

وانګ ونبین زیاته کړه: ۷.۹۳ فیصده امریکايي مسلمانان وايي چې له اسلامه ویرونې د هغوي په عاطفي او نفسیاتي روغتیا باندې اغیزه کړې ده.

هغه وايي: په امریکا کښې ۸۱ فیصده آسیايي توکمه بالغان هم وايي چې د دوي خلاف تاوتریخوالی په زیاتیدو دی.

د چین د خارجه وزارت ویاندوي په دوام کښې زیاته کړه: امریکا له ډیر سخت وسله وال تاوتریخوالي سره مخامخ ده او هم داشان یوازنې پرمختللی هیواد دی چې هر کال په کښې ډله ایزې ډزې کیږي.

 

ټیګونه