چین د امریکا چټي تورونه په کلکه رد کړل
(last modified Wed, 20 Apr 2022 07:45:49 GMT )
Apr 20, 2022 12:15 Asia/Kabul
  • چین د امریکا چټي تورونه په کلکه رد کړل

پریس ټي وي ټیلي ويژن راپور ورکړ چین وویل د وسلو د نه پراختیا د سیاست او د وسلو د کنټرول په هکله د پیکینګ پرضد د واشنګټن تورونه په کلکه ردوي .

د چین دغه غبرګون له هغه وروسته راځي چې د امریکا خارجه وزارت د وسلو په کنټرول او د وسلو په نه پراختیا کښې په خپل کلني راپور کښې چین تورن کړی دی چې په دغه تړون کښې یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی .

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وویل هغه کار چې امریکا ترسره کړی دی د نړۍ سټراټيژیک انډول او ثبات یې ډیر ګډوډ کړی دی او د وسلو د کنټرول او د بې وسلې کولو نړیوال بهیر یې کمزوری کړی دی .

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ونبین وویل نړیوالې ټولنې د امریکا اقدامات غندلي دي له دې سره سره واشنګټن په خپلو دغو اقداماتو باندې د تمرکز کولو پرځاې په نورو هیوادونو باندې تورونه لګوي چې له خپلو ژمنو د تښتیدا لپاره پلمې ولټوي .

هغه وویل امریکا د وسلو د کنټرول او د وسلو د پراختیا د بندیز په تړونونو او موافقو کښې  په پاې بندۍ کولو کښې بوږنونکي مخینه لري ځکه چې د وسلو د کنټرول د ډیرو تړونونو او د نورو نړیوالو موافقو   خلاف ورزۍ یې کړي ده چې پکښې له اټومي تړون څخه د واشنګټن په غیر قانوني ډول وتلو ته اشاره کولی شو .

 

ټیګونه