امانوئل مکرون د فرانسې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115198-امانوئل_مکرون_د_فرانسې_د_ولسمشرۍ_انتخابات_وګټل
ایران پرس خبري اژانس وايي د فرانسې اوسني ولسمشر امانوئل مکرون په څه د پاسه اته پنځوس(۵۸) فیصده رایو سره د ولسمشرۍ انتخابات وګټل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 25, 2022 04:16 Asia/Kabul
  • امانوئل مکرون د فرانسې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل

ایران پرس خبري اژانس وايي د فرانسې اوسني ولسمشر امانوئل مکرون په څه د پاسه اته پنځوس(۵۸) فیصده رایو سره د ولسمشرۍ انتخابات وګټل .

امانوئل مکرون پرون د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې د ملي ټولنې د ښې پالي سرزوري ګوند له کاندیدې میرمنې مارین لوپن سره سیالۍ وکړه .

د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د لومړیو نتیجو پراساس اوسني ولسمشر امانوئل مکرون اته پنځوس اعشاریه دوه فیصده او میرمن مارین لوپن هم یوڅلویښت اعشاریه اته فیصده رایې ترلاسه کړي دي .

مکرون د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کښې چې د اپریل د میاشتې په لسمه نیټه شوي وو توانیدلی و چې اوه ویشت  اعشاریه څلوراتیا فیصده رایې وګټي او مارین لوپن هم درویشت اعشاریه پینځلس فیصده رایې ګتلي وې .

د فرانسې خلکو په تیرو څو ورځو کښې د مظاهرو په ترسره کولو سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د بایکاټ کولو غوښتنه کوله .

د فرانسې خلک امانوئل مکرون او مارین لوپن نالایقه او بد کسان ګڼي .

د فرانسې ولس په تیرو څو کلونو کښې د خپل اقتصادي حالت د خرابیدا او د انفلاسیون په زیاتیدا باندې اعتراض کښې په ځلونو واټونو ته راوتلي دي او مظاهرې یې کړي دي .