روسیه به هر ډول بهرني ګواښ ته ځواب ورکړي
(last modified Thu, 28 Apr 2022 00:38:12 GMT )
Apr 28, 2022 05:08 Asia/Kabul
  • روسیه به هر ډول بهرني ګواښ ته ځواب ورکړي

رشیا ټوډې ټيلي ويژن راپور ورکړ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هیواد په ولسي جرګې دوما کښې وینا کښې وویل هرډول خارجي لاسوهنې او ګواښ ته به ځواب ورکړي .

پوتین پرون د روسیې په ولسي جرګې دوما کښې په وینا کښې د اوکراین په جنګ او د روسیې په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې او د ګواښ په هکله خارجي ځواکونو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل روسیه به له ترټولو پرمختللیو وسلو په استفادې سره دا ډول لاسوهنو ته ځواب ورکړي .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې خبرې سره چې لویدیځ هیوادونه په اوکراین کښې د جنګ د رامینځته کولو سبب شوي دي وویل د روسیې چارواکو مخکې په ماسکو باندې د حملې ، د هر ډول خارجي لاسوهنې او ګواښ ته د غبرګون د ښودلو لپاره د چمتو کیدا لپاره ټولې ضروري فیصلې غوره کړي دي .

پوتین وویل د اوکراین په ختیځ کښې کړکیچ هغه وخت پیل شو چې د  اوکراین د حکومت چارواکو د هیواد د ختیځ سیمو پرضد له پوځي ځواک څخه استفاده وکړه .

هغه وویل د اوکراین د حکومت چارواکو د اوربند موافقې اجرا نکړې او په دونباس سیمه  کښې د ډله ییزې وژلې مخه یې ونه نیوله  او د دغه سیمې وسیدونکي یې کلابند کړل .

د اوکراین جنګ اوس دریمې(۳) میاشتې ته ورداخل شوی او تراوسه پینځویشتو (۲۵) هیوادونو اوکراین ته بیلابیلې پوځي وسلې او ترهګر استولي دي .

روسیه تینګار کوي چې د اوکراین د نیولو اراده نلري .

 

ټیګونه