له روسیې سره د لویدیځ جنګ به ټولې دنیا ته تاون ورسوي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ماسکو پرضد د لویدیځو هیوادونو د بشپړه جنګ د ختمیدا د وخت اټکلول سخت وبلل او ویې ویل د دغه اقدام منفي پایلې به یوازې روسیې ته محدودې نشي .
سرګي لاروف پرون د اوکراین د جنګ د پیلیدا د اتیایمې ورځې په مناسبت د ماسکو د خارجي او د دفاعي سیاست په شورا کښې د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو لګول شویو بایکاټونو ته په اشارې سره وویل ټولو لویدیځو هیوادونو زمونږ پرضد بشپړه جنګ پیل کړی دی او په سختۍ سره ویلی شو چې دغه جنګ به تر کومه وخت پورې اوږد شي ، خو ښکاره خبره ده چې د دغه جنګ پایلې به له استثنا پرته د نړۍ ټولو هیوادونو ته تاوان ورسوي .
هغه وویل مونږ له جنګ څخه د ډډه کولو لپاره هر ډول هڅه وکړه خو اوس چې دغه چیلنج رامینځته شوی مونږ هم هغه قبلوو .
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف له چین، له هندوستان ، الجزایر او د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د ماسکو د اړیکو اهمیت ته په اشارې سره د روسیې د څنګ ته کولو لپاره د لویدیځو هیوادونو هڅې په ماتي محکومې وبللې .
هغه وویل اروپايي اتحادیه همدا اوس په نړیوال ډګر کښې په تیریګر لوبغاړي بدله شوي ده .