روسیې په واکمنې شورا کښې د ایران خلاف له وړاندیزي پریکړه لیک سره مخالفت وکړ
Jun 04, 2022 07:35 Asia/Kabul
روسیې په واکمنې شورا کښې د ایران خلاف له وړاندیزي پریکړه لیک سره مخالفت وکړ
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د ایران خلاف له وړاندیزې پریکړه لیک سره د دغه هیواد په پریکنده مخالفت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: د ایران او آژانس ترمینځ د ملګرتیا په ایجنډا کښې موضوعات باید په تخنیکي لاره کښې حل شي.
امریکې او د ایټمي موافقې دریو غړو اروپايي هیوادونو د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس واکمنې شورا ته د خپل ګډ وړاندیزي پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې ده او ویلي یې دي چې په سایټونو کښې د نه اعلان شویو موندل شویو یورانیمو له موادو سره اړونده موضوعات د سختې اندیښنې لامل شوې دي.