ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118092-ورځپاڼو_ته_کتنه
د ایران او نړۍ د ځینو مهمو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2022 08:48 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د ایران او نړۍ د ځینو مهمو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې آمانِ ملي ورځپاڼه راخلو چې د ایران له خوا خپل هیواد ته د افغانستاني کډوالو د ستنولو په هکله څیړنیز خبر یې په خپل وړومبي مخ راخیستی دی او لیکي: د بهرنیو ښاریزو د ایستلو دوه ګونې معیار

له دې سرټکي لاندې یې لیکلي دي: یا د مردم شمارۍ په طرح کښې ګډون وکړئ او پاتې شئ او یا خپل هیواد ته ستانه شئ.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د سرشمیرنې په طرحې کښې د نوم لیکنې لپاره په ایران کښې د استوګنو ناقانونه بهرنیانو د قانوني مهلت په ختمیدو سره، اوس له هیواده د هغوي د ایستلو خبرونه تر غوږو کیږي. او به داسې حالاتو کښې چې تقریباً څلور نیم میلیونه غیرمجاز افغانستاني ښاریز په ایران کښې شتون لري، هغوي باید د روانې چنګاښ میاشتې تر اولې نیټې پورې خپل اقامتي معلومات د کفالت دفترونو ته ورکړي وی او بیا د قانوني مراحلو له تیریدو وروسته او د پارلیمان د نوې مصوبې په تایید سره د ایران د ښاریزتوب له حقوقو برخمن کیدې شول.

له څلورنیم میلیونو څخه کابو دوه نیم میلیون کسانو په دغې طرحې کښې برخه واخیستله او اوس د ولسي جرګې د مصوبې په تمه دي.

آرمان ملي زیاتوي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: کومو بهرنیو ښاریزو چې خپل معلومات په بهرنیانو پورې په اړونده سیسټم کښې ثبت کړي دي هغوي به بانکي او د بیمې خدمات ولري خو کومو کسانو چې خپل معلومات نه دي ثبت کړې په ایران کښې د هغوي شتون غیرقانوني دی او باید خپل هیواد ته ستانه شي.

هغه هم داشان وویل: د بهرنیانو د معلومولو او منظم کولو طرحه ډیره موده مخکښې پیل شوه او تراوسه په کښې ۲ میلیون او ۳ لاکو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

هغه په دې خبرې سره چې ځینو بهرنیو ښاریزو تراوسه خپل نومونه نه دي لیکلي، څرګنده کړه: کومو کسانو چې تراوسه نوم لیکنه نه ده کړې له دې وروسته به یې په ایران کښې شتون غیرقانوني وي او ورسره به قانوني چلند کیږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: د هغه ښه تعامل په ترڅ کښې چې له ګاونډیانو سره یې لرو، د هغوي د منظم کولو او ورته په ښه توګه د خدماتو د ورکولو په موخه باید خپل معلومات درج کړي.

*/*/*/

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي سرټکي کښې سوریې ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په هکله د هغه له خولې لیکلي دي: بشار الاسد مې د اردوغان په امنیتي اندیښنو خبر کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره خپل وروستي ملاقات ته په اشارې سره وویل چې په دغې کتنې کښې یې هغه امنیتي اندیښنې چې څو ورځې مخکښې یې انقرې ته په سفر کښې ورسره د ترکیې ولسمشر او خارجه وزیر شریکې کړې وې، بشار اسد ته منتقلې کړې.

هغه د دمشق هوايي ډګر ته د رسیدو په وخت هم ویلي وو: د خپل ګاونډي هیواد ترکیې په اندیښنې پوهیږو او له هر ډول پوځي اقدام سره که هغه په هرې توجیه سره وي، په کلکه مخالف یو.

هم دې ابرار ورځپاڼې د خپل وړومبي مخ په یو بل خبر کښې هم د صهیونیسټي رژیم د موقته وزیراعظم په وړومبنۍ وینا کښې د ایران په هکله د هغه څرګندونو ته انعکاس ورکړی چې ویلي یې دي: ایران د اسرائیلو خلاف ترټولو ستر ګواښ دی.

ابرار د ټایمز آف اسرائیل په حواله لیکلي چې یائیر لاپید ټینګار کړی دی، ایران د اسرائیلو لپاره ترټولو ستر ګواښ او خطر دی. هغه د ایران د ایټمي پروګرام خلاف د صهیونیسټانو د دروغجنو ادعاؤ به تکرارولو سره وویل چې دی، د ایټمي وسلو وړتیا ته د ایران د رسیدو او د نیواکي ټاټوبي سرحدونو ته د ایران د ننوتو د مخنیوي لپاره چې هر څه ضروري وي، ترسره کوي به یې.

هغه ټینګار وکړ چې له ایران سره مقابله د اسرائیلو مخې ته ترټولو ستره ننګونه ده.

*/*/*/*/*/

 له تهرانه د چاپيدونکې کیهان ورځپاڼې ځینو مهمو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي:

صهیونیسټان له ګاونډیانو سره د ایران د اړیکو له نوي پړاؤ څخه په ویره کښې دي.

صهیونیسټي رسنیو ولیکل چې ایران غواړي د مرکزي آسیا د ټرانزټ مرکز وګرځي او دغه هیواد ژمن دی چې په اړیکو کښې یو نوي پړاؤ ته ورسیږي.

د اړیکو عادي کولو ته د سعودي او صهیونیسټي رژيم د چمتووالي په هکله خبرونو له خپریدو وروسته سفارتي سرچینو له دغه رژيم سره پوځي معاملو ته د سترې بودجې بیلولو لپاره د سعودي ولي عهد د پلاننګ خبر ورکړ.

د امریکې پولیسو په خپل یو نوي جنایتکارانه او توکمپاله اقدام کښې یو ۲۵ کلن تور پوستی ځوان لږترلږه ۶۰ ډزه ویشتی او وژلی یې دی.

او د یمن په سویل کښې حضرموت او المهره ولیاتونو ته د امریکې د سفیر سفر ته د غبرګونونو په دوام کښې د یمن وزیراعظم وویل چې دغه سفر د یمن د تیلو په میدانونو او بندرونو باندې د ولکې لپاره د امریکې د پرله پسې هلوځلو په چوکاټ کښې شوی دی.

*/*/*/*

اوس به راشو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې "د افغان عالمانو غونډه د نجونو د زده کړې په چوپتیا پای ته ورسېده" تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي، په زرګونو افغان دیني عالمانو او قومي مخورو غونډه پای ته ورسېده او ګډونوالو یې له نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه خو پر نجونو د ثانوي زده کړو د لګول شویو بندیز په اړه غلي پاتې شول.

د ګارډین په لیکنه د طالبانو له بیا واکمنېدو نژدې یو کال تېرېږي، خو تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ډیپلوماتانو ویلي، چې د نجونو پرزده کړې بندیز یو له هغو مهمو لاملونه څخه دی چې طالبان لا هم په نړیواله کچه منزوي دي.

پردې مسئلې د دې ډلې په لیکو کې هم ډېر کسان چې غواړي خپلې لوڼې یې زده کړې وکړي، ناراضه دي.

ګارډین وړاندې لیکي، ټاکل شوې وه چې د نجونو ټول ښوونځي په تېره مارچ میاشت کې پرانیستل شي خو په وروستیو شېبو کې دغه پرېکړه، ظاهراً د طالبانو د مشر ملا هبت ا... اخوندزاده په امر بېرته واخیستل شوه.

د ګارډین په لیکنه، دیني عالمانو او د ټولنو استازیو چې ټول یې نارینه وو درې ورځې په غونډه کې د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړې چې تقریباً ټولو یې د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ وکړ.

د دې هیله کېده چې د غونډې ګډونوال به د طالبانو مشرتابه ته په سیاسي ډګر کې ځینې انګېزې ورکړي چې دغه بندیز لري کړي، خو د راپورونو له مخې د غونډې له څلورنیم زره د زیاتو ګډونوالو له جملې یوازې دوو یې د نجونو د ثانوي زده کړو د بېرته پیلېدو لپاره خپل غږ اوچت کړی دی.

د غونډې د پای په پرېکړه لیک کې هم دغو عالمانو یوازې د عصري او مذهبي تعلیم او د ښځو د حقونو د درناوي اړتیا ته اشاره کړې خو واضح نه دي ویل شوي چې په دغو حقونو کې د ښوونځي حق هم شامل دی او که نه؟

ګارډین د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د حقونو د برخې د مسوولې هیدربار خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، دا سخته ده چې د طالبانو د سترې غونډې په پای کې زده کړې او د ښځو حقونو ته د مبهمې اشارې په اړه سړی هیجاني شي.

هیدربار وايي، طالبانو مخکې ډېره واضح دا ژمنه کړې وه، چې ټول ښوونځي بېرته پرانېزي خو دغه ژمنه یې بیا ماته کړې.

هغې ویلي، د دغه بندیز په وړاندې چې ښکاري هغه دایمي دی، د نړیوالې ټولنې له خوا نور د ژورو اندېښنو څرګندولو وخت تېر شوی او بسپنه ورکوونکو، ډیپلوماتانو او ملګرو ملتونو ته پکار ده چې د دغه جنسیتي تبعیض پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي او پر ښځو د نورو محدودیتونو ترڅنګ ډېرې فعالې ښځې په ټولنه کې له فعالې ونډې اخیستو منع کړای شوي دي.

*/*/*/*

نیوعرب:

د نیوعرب خپرونې هم په کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته پام اړولی او تر دې سرلیک لاندې چې د طالبانو په وروستۍ غونډه کې نارینه وو د ښځو استازیتوب کاوه، په یوه مطلب کې لیکلي، د دیني عالمانو او قومي مخورو په دې غونډه کې هېڅ یوه ښځه نه وه.

خپرونې د طالبانو د ریس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هغه خبرې رااخیستي، چې د دغې غونډې په ترڅ کې یې باختر دولتي خبري آژانس ته کړي دي.

هغه ویلي چې بېلابېلو خلکو او د جلا نظریو خاوندانو د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د نیوعرب په لیکنه، ښاغلي حنفي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ښځې هم په دې غونډه کې ګډون کوي که نه، ویلي چې ښځې زموږ میندې او خویندې دي او کله یې چې زامن په دې غونډه کې وي نو په یو ډول دوی هم په کې برخه لري.

نیوعرب خپرونه وړاندې لیکي، دغه غونډه داسې مهال جوړېږي چې افغانستان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او د دې هېواد د میلیاردونو ډالرو بهرنۍ شتمني په بهر کې کنګل ده.

*/*/*/*/*

ترجمه او ترتیب: عبدالماجد درانی