د امریکا سترمنې مسلمانې قاضي د مسلمانانو دحقوقو ددفاع ژمنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120304-د_امریکا_سترمنې_مسلمانې_قاضي_د_مسلمانانو_دحقوقو_ددفاع_ژمنه_وکړه
میرمن لیلی  اکرم ، د موقته قاضي په توګه  لوړه کړې ده. میرمن اکرم په جدي توګه په دې چې  لومړنۍ سترمنه مسلمانه ده،چې د امریکا په تاریخ کې د قضاؤت  چارې په غاړه اخلي،دا لومړنۍ قاضي ده چې په قرآن کریم ئې په لاس کیښودو سره لوړه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 08:25 Asia/Kabul
  • د امریکا سترمنې مسلمانې قاضي د مسلمانانو دحقوقو ددفاع ژمنه وکړه

میرمن لیلی  اکرم ، د موقته قاضي په توګه  لوړه کړې ده. میرمن اکرم په جدي توګه په دې چې  لومړنۍ سترمنه مسلمانه ده،چې د امریکا په تاریخ کې د قضاؤت  چارې په غاړه اخلي،دا لومړنۍ قاضي ده چې په قرآن کریم ئې په لاس کیښودو سره لوړه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړنۍ سترمنه ښځینه قاضي چې دوه میاشتې مخکې ئې  په یولړ دستورو کې په قرآن باندې په لاس کیښودو سره لوړه  کړې ،وائي نیّت لري ددغه  هیواد مسلمانانو  دحقوقو دفاع وکړي.

زمونږخبریال د ایکنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د امریکا د آریزونا ایالت په تاریخ کې دلومړي ځل لپاهر  یوه مسلمانې ښځينه قاضي  د فینیکس ښار په محکمې کې  کار پیل کړ .

میرمن لیلی  اکرم ، د موقته قاضي په توګه  لوړه کړې ده. میرمن اکرم په جدي توګه په دې چې  لومړنۍ سترمنه مسلمانه ده،چې د امریکا په تاریخ کې د قضاؤت  چارې په غاړه اخلي،دا لومړنۍ قاضي ده چې په قرآن کریم ئې په لاس کیښودو سره لوړه کړې ده.

 میرمن اکرم د اریزونا ایالت  په پوهنتون کې د حقوقو په پوهنځي کې  دحقوقو په  څانګې کې زده کړې کړي دي .دهغه ې مور پلار  د فلسطین له غزې  امریکا ته مهاجرت کړی او په شمالی کارولینا ایالت کې ژوند کوي.  هغه په تیرو وختونو کې  له قضایه قوې سره  په څو اړونده  مهمو حقوقي څوکیو هم  کار کړی دی . هغه  دیوې موقته قاضي په توګه  له منصوبیدا مخکې ، د ماریکوپا دحوزې د څارنوالۍ په دفتر کې د جنایی   دوسیو  مدافعه وکیلې په توګه کار  کوۀ. میرمن لیلی غواړي  دمسلمانانو د هغې ټولنې یوه مهمه برخه شي  چې په عدالت پسې دي.

په امریکا  کې دیوه موقته قاضي په توګه منصوبیدا ، د دایمي قاضي په توګه دمنصوبیدا په لور یوه پيلامه ده . هغه وائي ددې هدف دا دی چې  ټولنې ته خدمت وکړي  او د مسلمانانو دحقوقو لپاره زیار وباسي او دئ دا توان لري چې  زر او په عادلاته توګه  له خلکو سره مرسته وکړي.

البته ځينی راپورونه وائي چې له دې مخکې هم د ۲۰۲۲کال په جنورۍ کې دامریکا ولسمشر جوبایډن  د نصرت چوهدري پشمول  چې لومړنۍ مسلمانه میرمنه ده اته قاضیان منصوب کړي  دي.میرمن نصرت چوهدری د فیډرل قاضي په توګه خدمت کوي.همداراز د ۲۰۲۱کال په اکتوبر کې هم  د میشګن ایالت لویه څارنواله  فدوي حمد  لومړنۍ مسلمانه عربه وه چې د امریکا دمتحده ایالاتو په لوړې محکمې کې ئې  خپل کار پیل کړ او تاریخ جوړونکي شوه .