د لویدیځ بایکاټونه نړۍ ته ګواښ کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ختیځ په اقتصادي غونډې کښې ټینګار وکړ هغه بایکاټونه چې لویدیځ لګولي دی ټولې دنیا ته ګواښ کوي.
د روسیې او د اوکراین ترمینځ د جنګ له پیل راهسې امریکا او اروپايي اتحادیې د روسیې پرضد پراخ بایکاټونه لګولي دي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل روسیه تل د خپلو ملي ګټو دفاع کوي او د خپلواکه سیاستونو اجرا ته دوام ورکوي او په اوسني حالت کښې د روسیې څنګ ته کول غیر ممکن دي.
پوتین وویل چې په دنیا کښې د خوراکي شیانو اوسنی کړکیچ نور په زیاتیدا دی.
هغه د نړۍ په اقتصادي فعالیتونو کښې د امریکا کارړنګونو ته په اشارې سره وویل امریکا د نړۍ اقتصادي نظم ګډوډ کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نړۍ کښې د امریکا او د هغې د شریکانو کړکیچ جوړولو او له نویو چیلنجونو سره د لویدیځ مخامخ کیدا ته په اشارې سره وویل امریکا ، بریتانیا او اروپايي اتحایه له ټولنیز او اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي په داسې حال کښې چې د دغو هیوادونو مشران د خپلو خلکو په ضرورتونو سترګې پټوي.