کربلا ته د اربعین په ورځو کې شل میلیونه زایرین لاړدي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120824-کربلا_ته_د_اربعین_په_ورځو_کې_شل_میلیونه_زایرین_لاړدي
د حسیني اربعین دستورې سږ کال د دو کلونو له محدودیت وروسته په ډیرې ولولې سره ترسره کیږی او هغه زایرین چی د کرونا په دلیل په تیرو دو کلونو کې له دغه معنوی سفره پاتې شوی وو له مختلفو لارو ځانونه کربلا ته رسوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 10, 2022 05:59 Asia/Kabul
  • کربلا ته د اربعین په ورځو کې شل میلیونه زایرین لاړدي

د حسیني اربعین دستورې سږ کال د دو کلونو له محدودیت وروسته په ډیرې ولولې سره ترسره کیږی او هغه زایرین چی د کرونا په دلیل په تیرو دو کلونو کې له دغه معنوی سفره پاتې شوی وو له مختلفو لارو ځانونه کربلا ته رسوي .

 

د ایرنا له راپور سره سم د صابرین نیوز چینل د حضرت امام حسین علیه السلام په حرم کې د خبرو سرچینو له قوله راپور ورکوی د هغو زایرینو شمیر چی د اربعین په ورځو کې کربلا ته راغلي دي کابو شل میلیون کسانو ته رسي .

د حسیني اربعین دستورې سږ کال د دو کلونو له محدودیت وروسته په ډیرې ولولې سره ترسره کیږی او هغه زایرین چی د کرونا په دلیل په تیرو دو کلونو کې له دغه معنوی سفره پاتې شوی وو له مختلفو لارو ځانونه کربلا ته رسوي .

د ۱۴۴۴ قمری کال د صفرې په ۲۰ چی د ۲۰۲۲ میلادی کال د  ستمبر له ۱۷ سره سمون خوری د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده او زایرین په دغه ورځ په حسینی اربعین کی د ګډون لپاره کربلا ښار ته ورځي .