د امریکا د ملی امنیت په سټراټیجۍ د چین غبرګون
(last modified Fri, 14 Oct 2022 11:22:53 GMT )
Oct 14, 2022 15:52 Asia/Kabul
  • د امریکا د ملی امنیت په سټراټیجۍ د چین غبرګون

په همدې دلیل د چین مقامات په دوامداره توګه د امریکا د ساړه جنګ له امله د سیاستونو په وړاندې په خپلې ځیرتیا ټینګار لری او له واشنګټن غواړی چی له داسې ذهنیت څخه واټن واخلی او له ګډو نړیوالو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د ملګرتیا مدار ته ورداخل شی

 

چین له امریکا سره جیوپولیټیکی نښته ګټه وره نه بولي . د چین خارجه وزارت دامریکا د ملی امنیت د سټراټیجۍ په غبرګون کې وویل پیکنګ هیڅکله له واشنګټن سره په جبوپولیټیکی نښتې او سیالۍ پسې ندې ځکه چی ګټه نلري .

امریکاد خپل ملی امنیت د سټراټیجۍ په راپورکې چین خپل مهم او ستر جیوپولیټیک چیلنج اعلان کړ .د چین حکومت له نظره امریکایی چارواکي هماغه راز د ساړه جنګ د ذهنیت په اساس د خپلو بهرنیو اړیکو د تدوین او د دوست او دښمن د ټاکلو په حال کی دي . دا په داسې حال کی دي چی پیکنګ نه یوازې په خپل نړیوال کړچار کې داسې کوم ذهنیت نلری بلکې په چیلنجونو او مشکلاتو د غلبې لپاره د نیوالو اړیکو په نوی پړاو کې په ملګرتیا او تعامل ټینګار لری . ځکه چی د چین دولت باوری دی نړۍ له ډیرو ګډو مشکلاتو سره مخامخ ده چی د ساړه جنګ په ذهنیت سره نه یوازې هغه حل کیدلې نشي بلکې مشکلات نور هم زیاتوي .

د نړیوالو مسایلو شناندې الکس هاکپرټ په دې باره کی وایی نړۍ د چاپیریالی او اقلیمي مسایلو په شمول له دیرو چیلنجونو او مشکلاتو سره مخامخ ده چی د هغو اوارې نړیوالو ملګرتیاو ته اړتیا لري . ګډو مشکلاتو ته بې پامي د ټولو انسانانو ژوند ګواښي چی نښې نښانې یې په وروستیو کې په اروپا کې رامینځته شوي دي . حقیقت دا دې چی امریکا هڅه کوی د چین په ګواښ ښودلو سره په هره ممکنه بڼه دغه هیواد توغندوی او ایټمی په لوړو سویو کې پوځي سیالیو ته ورداخل کړی . دا په دې معنا ده چی امریکا د چین پرضد له شوروی اتحاد سره د سیالۍ په پړاو کې د خپلو سیاستونو د تکرارولو په لټه کې ده او دا خیال کوی چی په چین د درندو پوځي لګښتونو په ورتپلو سره د هغه د اقتصادي ودې د کمولو تر څنګ بالاخره هغه د شوروی په شان دړې وړې کړي .

په همدې دلیل د چین مقامات په دوامداره توګه د امریکا د ساړه جنګ له امله د سیاستونو په وړاندې په خپلې ځیرتیا ټینګار لری او له واشنګټن غواړی چی له داسې ذهنیت څخه واټن واخلی او له ګډو نړیوالو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د ملګرتیا مدار ته ورداخل شی . واقعیت هم همدغه دې چی د امریکایی چارواکو ذهنیت د پوځی تاوتریخوالیو رامینځته کول دي چی له یوې خوا یې  پوځی صنایع وده او عاید ترلاسه کړي او له بل پلوه مختلف هیوادونه په تیره بیا چین تسلیحاتي سیالیو ته ورداخل کړی .

دا په داسې حال کی دي چی نړۍ د خپلو مشکلاتود اواري لپاره له بل هر وخت زیات له هر ډول خطرناکو جیوپولیټیکی سیالیو ډډې او ملګرتیا ته اړتیا لری . د نړیوالو مسایلو کارپیژاندې برینس لی په دې باره کی وایی د امریکا او چین متناقض دریځونه باید د نړیوالو مشکلاتو د حل لپاره د نړیوالو هلوځلو ماتونکي ونه ګرځي . امریکا له چین سره په سیالۍ کې د پریکندتوب د رامینځته کولو لپاره په هڅې سره نه یوازې د نړیوالو مشکلاتو  د اواري لپاره ډیرې نړیوالې غونډې ناکامه کړی دي بلکې د تاوتریخوالی د فضا د رامینځته کولو په لټه کې ده  .

په هرحال چین په عمل کی ثابته کړی ده د امریکاپه چیلنج رامینځته کونکیو سیاستونو کې ورداخلیدا ته ګروهنه نلری  .دچین  له نظره  پیکنګ د امریکا له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره له کافي پوځی قدرت برخمن دې او دې ته اړتیا نه وینی چی د پوځی بودجې په زیاتولو سره د امریکا د خرابونکیو پوځی سیالیو کې ګیر شی . په همدې دلیل باوری دې جیوپولیټیک چیلنجونه نه یونازې د چین او امریکا لپاره ګټه ور ندي بلکې د نیوالو اړیکو اوسنې ډګر د ساړه جنګ له پړاوه متفاوت دې چی واشنګټن یې په دوامداره توګه تکراروی . امریکا د داسې فضا د انځورولو لپاره په کوشش سره هڅه کوی د چین د نړیوالو بریالیتوبونو خنډ شی ځکه چی امریکا جیو پولیټیک ډګر ته د چین په ورکش ویلو سره په لټه کې ده د چین د نفوذ حوزې محدودې اود سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو لیکې او دایرې په سپین  او تور وویشي او له پیکنګ سره ملګرتیا ته د هیوادونو د مخ اړولو مخنیوې وکړی  ځکه چی په دې بڼه کې به له لویدیځ سره د ملګرتیا له امتیازاتو محرومه شی . دا په داسې حال کی ده چی هیوادونه د خپلو ملي ګټوپه اساس خپل بهرنې سیاست برابروي او په دې اساس حتی د هند په شان هیواد هم د واشنګټن د خرابونکیو سیاستونو په مدار کې حرکت ته حاضر ندې .

 

 

ټیګونه