ایران او روسیه سوئيفټ ته د ورته  سسټم د پرانیستو په درشل کې دي
(last modified Wed, 19 Oct 2022 10:43:42 GMT )
Oct 19, 2022 15:13 Asia/Kabul
  • ایران او روسیه سوئيفټ ته د ورته  سسټم د پرانیستو په درشل کې دي

ټاکل شوې ده د ایران او روسیې  شپاړسم ګډ اقتصادي  کمیشن د نومبر په ۲۹نیټه د روسیې په کوربتوب سره ترسره شي او په دې کې به د انرژۍ ،ټرانسپورټ ،پیسو او بانکي او ټيکنالوجۍ په حوزو کې دملګرتیاؤ د پراختیا په باب  مشورې او ځیني فیصلې وشي.

په ایران کې د روسیې دتجارتی چارو نماینده په یولړ څرګندونو کې ووئیل، دایران او روسیې د ګډاقتصادي کمیشن د ناستې د ترسره کیدا په بهیرکې به،دواړه لوري سویئفټ ته  د ورته یوه سسټم د پرانیستو لپاره  سره موافقه وکړي.

ټاکل شوې ده د ایران او روسیې  شپاړسم ګډ اقتصادي  کمیشن د نومبر په ۲۹نیټه د روسیې په کوربتوب سره ترسره شي او په دې کې به د انرژۍ ،ټرانسپورټ ،پیسو او بانکي او ټيکنالوجۍ په حوزو کې دملګرتیاؤ د پراختیا په باب  مشورې او ځیني فیصلې وشي.

په ایران کې دروسیې د تجارتي برخې استازي رستم ژیګانشین نن په تهران  کې په یوې ناستې کې  په روسیې کې په راتلونکو دوو اونیو کې د ایران اوروسیې د  ګډ اقتصادي کمیشن دغونډې جوړیدا ته په اشارې سره  ووئیل، په دغې ناستې کې  چې ددواړو هیوادونو د  حکومتی کابینې دغړو ترمینځ ترسره کیږي،د ایران او روسیې ترمینځ به د سویئفټ په شان د یوه سسټم د رامینځةکولو لپاره  ځیني مهمې فیصلې  وشي او ددواړو هیوادونو د نهائي موافقې په بڼه کې به په راتلونکو دوو یا درو میاشتو کې  به د ایران او روسیې ترمینځ  د مالی مبادلې دغه سسټم  افتتاح   او کار شروع کړي.

ایران او روسیې له تیر کال راهسې ددواړو هیوادونو ترمینځ دتجارتي اړیکو د آسانولو او زیاتولو په موخې سره د پخپل مینځ کې د بانکي او پیسو دتفاهمونو د اجرائي کیدا غوښته  کوي. د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د جون په ۲۹نیټه د کسپيّن سمندرګي د څنډې هیوادونو د سرمشریزې په څنډې کې  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې وئيلي وو،د ایران او روسیې مالی مبادلات باید د لویدیځ دمالی مبادلاتو له  سسټمه خپلواکه پراختیا ومومي.

په همدې لړ کې ، ایران او رورسیې په تیر یوه کال کې د سوئيفټ دټرانزیکشن چینل څخه دتیریدا په خاطر دخپل مینځي بانکي سسټمونو دیوځای کولو لپاره ملګرتیاوې پيل کړي دي،ځکه چې هردواړه هیوادونه د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مخ دي اوپه همدې دلیل ئې عملا د سوئيفټ سسټم له لارې د دوي د  حساب کتاب خلاصول ډير سخت یا ناممکن شوي دي.

دا موضوع سبب شوې ده څوله سویئفټ  سسټم څخه ورآخوا د مالي ټرانزیکشن سسټم  او له ملی اسعارو څخه د استفادې موضوع ، په وروستیو میاشتو کې د ایران او روسیې د اقتصادي چارواکو د سلامشورو یو مهم چورلیز شي.

د ا یران د مرکزی بانک مشر علی صالح آبادي په دې باب ووئيل، همدااوس ایران د سوئیفټ سسټم  په ځاي د ځاي بانکونو ترمینځ  د پیغام رسونې له سسټمونو څخه استفاده کوي او روسیه هم خپل ځاي پيغام رسونکي سسټمونه لري چې ددواړو هیوادونو ترمینځ دبانکي ملګرتیا لپاره  اساس کیدلی شي.

څرګنده ده،د ایران په ضد لویدیځ په تیره بیا دامریکابندیزونه چې هر یوه د ایټمي سوله ایز پروګرام او د اوکراین د جنګ په څير په چټي پلمو سره  اعمال کړی دی،پیسو ،تجارتي ،انرژۍ،ټرانزیټ  او همداراز د څو اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو  او ملګرتیاؤ په زمینوکې د اړیکو دپیاوړتیا لپاره ئې ددواړو هیوادونو دچارواکو انګیزه  زیاته کړې  ده او په همدې اساس له سوئيفټ څخه بهر  د مالی ټرانزیکشن سسټم څخه استفاده او دغه راز د  ډالرو په ځاي  له نورو اسعارو څخه استفاده،د بندیزونو د بې اثره کولو لپاره د  ایران او روسیې پلانونه حسابیږي.

داپه داسې حال کې دي چې احصائې هم ښئ ایران اوروسیه دبندیزونو په شرائطو کې،د مناسباتو پر پراختیا سربیره خپلې اقتصادي او تجارتي اړیکې زیاتې کړي دي،تیر ۲۰۲۱کال کې د ایران او روسیې تجارتي اندازه په اتیا فیصدو زیاتیدا سره  کابو څلور میلیارډډالري ارزښت ته ورسیده چې ددواړو هیوادونو دتجارتي تاریخ په اوږدو کې بې مخینې ده.تمه کیږي په شوو تفاهمونو سره  او  د دواړو هیوادونو په بانکي اومالی اړیکو کې  سویئفټ ته د ورته سسټم په اجرائي کیدا سره ،دغه اندازه  څه دپاسه تر لس میلیارډډالرو پورې هم لوړه شي.   

 

 

ټیګونه