جبهه النصره ترهګره ډله په سوریې کښې د حملو پلان لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123202-جبهه_النصره_ترهګره_ډله_په_سوریې_کښې_د_حملو_پلان_لري
اسپوتنیک خبري اژانس وايي په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې د مرکز د مشر مرستیال اولیګ ایګوروف په ادلب ولایت کښې د لسمونکو اقداماتو د ترسره کولو او په دې زمینه کښې د سوریې د حکومت او د روسیې د عسکرو د تورنولو لپاره د جبهه النصره ترهګرې ډلې د پلان خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2022 09:10 Asia/Kabul
  • جبهه النصره ترهګره ډله په سوریې کښې د حملو پلان لري

اسپوتنیک خبري اژانس وايي په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې د مرکز د مشر مرستیال اولیګ ایګوروف په ادلب ولایت کښې د لسمونکو اقداماتو د ترسره کولو او په دې زمینه کښې د سوریې د حکومت او د روسیې د عسکرو د تورنولو لپاره د جبهه النصره ترهګرې ډلې د پلان خبر ورکړ.

هغه وویل د هغو اطلاعاتو پراساس چې مونږ لاس ته راوړي دي د جبهه النصره ترهګرې ډلې عناصر د سسپين خولیو د ترهګر ارګان په څنګ کښې چې د بشري حقوقو د دفاع ادعا کوي د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت  کښې د لسمونکو اقداماتو د ترسره کولو لپاره پلانونه کوي.

ایګوروف ټینګار وکړ دغه وسله وال ترهګر نیت لري د سوریې په ادلب ولایت کښې په کفر دریان او  کفر جالس دوو کلیو کښې د پناه غواړو په کیمپونو باندې د حملو د پایلو پړاویز تصویرونه او فیلمونه جوړ کړي.

د روسیې د پخلاینې د مرکز مرستیال اولیګ ایګوروف وویل د دغو لسمونکو اقداماتو هدف په انساني تاسیساتو او ملکي وګړو باندې په حملې کولو د روسیې د عسکرو او د سوریې د حکومت تورنول دي.

تیره ورځ د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړیو په سوریې کښې د تاوتریخوالي په کمیدا سیمو باندې د توپونو اته ځله حملې کړي دي.

په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې د مرکز د مشر مرستیال اولیګ ایګوروف وویل النصره ترهګرې ډلې دغه راز په بې پایلوټه الوتکو سره په الرویحه سیمې بریدونه وکړل چې د سوریې اوه پوځيان پکښې ژوبل شوي هم دي.

جبهه النصره ترهګره ډله چې د سوریې په بیلابیلو سیمو کښې یې د اسلامي مقاومت د ځواکونو او د سوریې د عسکرو لخوا پرله پسې ماتي خوړلي دي هماغه راز په سوریې کښې د تاوتریخوالو د  کمولو په سیمو کښې د ترکیې او د امریکا په ملاتړونو سره شتون لري او خپلو دوښمانه اقداماتو ته دوام ورکوي.