جرمني په پولینډ کې د توغندیو سیسټم ځای پر ځای کوي
جرمني په پولنډ کې د دې سیسټم د ځای پر ځای کولو وړاندیز یوه میاشت وړاندې وروسته له هغه وکړ چې د پولنډ او اوکراین پولې ته نږدې یو توغندی وویشتل شو
له ډیرو بحثونو وروسته، پولنډ موافقه وکړه چې دجرمنی د پیټریوټ توغندیو سیسټم په خپله خاوره کې ځای پرځای کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په دې برخه کې د آلمان لومړنۍ غوښتنه رد شوې وه.
د پولنډ د دفاع وزیر ماریوش بلاشاک په خپل ټویټر اکاونټ کی له خپل جرمنی سیال سره خبرو ته په اشارې سره لیکلی، چی د جرمنی هغه پریکړه یی منلې چی له اوکراین څخه ملاتړ یی رد کړی دی.
هغه د دې په بیانولو سره چې د اوکراین په لویدیځ کې د دغه دفاعي سیستم نصبول کولای شي د دواړو هیوادونو امنیت زیات کړي، زیاته کړه: د آلمان په همکارۍ موږ د پولنډ په خاوره کې د لانچرونو د ځای پر ځای کولو او د قوماندې له مرکز سره د نښلولو لپاره لازم پلانونه جوړوو.
جرمني په پولنډ کې د دې سیسټم د ځای پر ځای کولو وړاندیز یوه میاشت وړاندې وروسته له هغه وکړ چې د پولنډ او اوکراین پولې ته نږدې یو توغندی وویشتل شو. که څه هم پولنډ په پیل کې اعلان وکړ چې دا توغندی د روسیې له خوا توغول شوی و، خو وروسته یې ومنله چې دا د اوکراین له خوا توغول شوی او په غلطۍسره د دفاعي اقدام په ترڅ کې شوی دی. خبروایي په دغه بریدکې ۲ تنه پولیس وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې دجرمنی د اعلامیې له مخې د پټریوټ وړاندیز شوی دفاعي سیستم د (ناټو) د هوايي دفاعي پروګرام یوه برخه ګڼل کیږي او یوازې د دغه اتحادیه په خاوره کې به ځای پر ځای شي.