پوتین:دایټمي جنګ خطرمخ په زیاتیدودی
هغه زیاته کړه مونږ لیونی نه یو او مونږ د اټومي وسلو په ماهیت خبر یو او د دې وسلو کارولو لپاره زمونږ تګلاره یوازې د دفاع لپاره ده، ځکه چې مونږ د ډله ایزې تباهۍ وسلې او اټومي وسلې دفاعي وسایل ګڼو.
افغان غږ خبری آژانس وایی ولادیمیر پوتین د روسیې د بشری حقوقو د شورا د غړیو په غونډه کښې د اټومی جنګ د خطر د زیاتیدو په هکله وویل: روسیه به لومړنی هیواد نه وی چي له اټوم څخه استفاده کوي
پوتین د دغې شورا د یوه غړي د یوې پوښتنې په ځواب کې د نړیوالې اټومي جګړې د ګواښ په اړه وویل تاسو هغه څه چې د ګواښ په اړه یې یادونه کړې سمه ده، راځئ چې صادق واوسو، دا ډول ګواښ مخ په ډیریدو دی.
هغه زیاته کړه مونږ لیونی نه یو او مونږ د اټومي وسلو په ماهیت خبر یو او د دې وسلو کارولو لپاره زمونږ تګلاره یوازې د دفاع لپاره ده، ځکه چې مونږ د ډله ایزې تباهۍ وسلې او اټومي وسلې دفاعي وسایل ګڼو.
د روسیې ولسمشر ټینګار وکړد روسیې پوځ ممکنه ده په اوکراین کې د اوږدې مودې لپاره جګړه وکړی، خو له اوکراین سره د جګړې په دې پړاو کې د نورو پوځیانو د جلبولو اړتیا نه وینی.