دقطرنړیوال کپ له فلسطینیانو سره د پیوستون ټورنمنټ دې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124730-دقطرنړیوال_کپ_له_فلسطینیانو_سره_د_پیوستون_ټورنمنټ_دې
دغه ورځپاڼۍ ولیکل شاید ځینو ساده کسانو دا ګومان کاوه چی د اړیکو عادی کول به تر یوه حده د اسراییلو په وړاندې د عربانو د دریځ د بدلیدا سبب شی خو اوسنې نړیوال کپ د فلسطین له مسلې سره د عربی نړۍ پیوستون او د فلسطینیانو روایت له مخکې زیات وښوده .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 12, 2022 01:55 Asia/Kabul
  • دقطرنړیوال کپ له فلسطینیانو سره د پیوستون ټورنمنټ دې

دغه ورځپاڼۍ ولیکل شاید ځینو ساده کسانو دا ګومان کاوه چی د اړیکو عادی کول به تر یوه حده د اسراییلو په وړاندې د عربانو د دریځ د بدلیدا سبب شی خو اوسنې نړیوال کپ د فلسطین له مسلې سره د عربی نړۍ پیوستون او د فلسطینیانو روایت له مخکې زیات وښوده .

د ایرنا له راپور سره سم د صیهونیسټ رژیم عبری ژبې معاریو ورځپاڼۍ د قطر په نیوال کپ کې د پرتګال په وړاندی د مراکش د ملی ټیم له بریالیتوبه وروسته په یوه راپور کې ولیکل اوس د یوه تریخ حقیقت شاهدان یو چی په عربی هیوادونو کې د فټبال پلویانو زمونږ په مخ کې کیښوده او هغه دا چی د قطر ۲۰۲۲ کال نړیوال کپ  له فلسطینیانو سره د پیوستون ټورنمنټ دې . معاریو زیاته کړه د اسپانیا په وړاندې له بریالیتوبه وروسته د فلسطین له بیرغ سره د مراکشیانو خوشحالی د اسراییلیانو په سترګو کې د ازغی په شان وه . دغه ورځپاڼۍ ولیکل شاید ځینو ساده کسانو دا ګومان کاوه چی د اړیکو عادی کول به تر یوه حده د اسراییلو په وړاندې د عربانو د دریځ د بدلیدا سبب شی خو اوسنې نړیوال کپ د فلسطین له مسلې سره د عربی نړۍ پیوستون او د فلسطینیانو روایت له مخکې زیات وښوده .

Image Caption

 

د قطر د نړیوال کپ د سیالیو د ترسره کیدا په وخت په ځلونو مسلمانانو په مختلفو ځایونو کې د فلسطین د بیرغ په اوچتولو سره د دغه هیواد له خلکو ملاتړاو د صیهونیستي ماشوم وژونکي رژیم له جنایته کرکه څرګنده کړه .