Jan 25, 2023 16:04 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبغاړي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا یا ICC د هندوستان سوریا کمار او د اسټرالیا تاهلیا مک ګرات د شل اوریزو لوبو د کال غوره نارینه او ښځینه لوبغاړو په توګه اعلان کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ICC د هندوستان سوریا کمار او د اسټرالیا تاهلیا مک ګرات د شل اوریزو لوبو د کال غوره نارینه او ښځینه لوبغاړو په توګه اعلان کړل.

د هند سوریا کمار یادو په ۲۰۲۲ کال کې په ۳۱ لوبو کې د ۴۶.۵۶ اوسط او ۱۸۷.۴۳ سټرایک رېټ سره ۱۱۶۴ منډې جوړې کړې وې.

سوریا کمار یادو د نړۍ دویم لوبغاړی دی چې تېر کال یې د یو کال په موده کې په شل اوریزو لوبو کې زر منډې جوړې کړې چې په کې ۶۸ شپږیزې هم وهلي چې په یو کال کې هیڅ لوبغاړي دا کارنامه نده کړې.

همدا راز د استرالیا د میرمنو د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي تاهلیا مک ګرات تېر کال په ۱۶ شل اوریزو لوبو کې د ۶۲ منډو په اوسط ۴۳۵ منډې جوړې او ۱۳ ویکټې یې هم اخیستي.

د کرکټ نړیوالې شورا په تېرو څو ورځو کې د نړۍ غوره لوبغاړو په ګډون شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبو لوبډلې اعلان کړې.

 

ټیګونه