Jan 30, 2023 07:20 Asia/Kabul
  • ټرمپ ادعا وکړه د افغانستان جګړه ما وګټله خوبایډن وشرمولو

ټرمپ یو ځل بیا د مخکينيو نیوکو په دوام له افغانستان د امریکا وتل بې شرمانه وبلل او زیاته یې کړه، چې بایډن په دغه اقدام روسیې ته پر اوکراین د برید جرئت ورکړ.

 

د امریکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د چمتووالي په درشل کې يو ځل بياپه  جوبایډن توندې نيوکې کړي.

هغه په مشخص ډول يو ځل بيا له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو بېړني اقدام ته په اشارې ويلي، چې د افغانستان جګړه ده ګټلې وه، خو بايډن د عسکرو په ژر ويستو امريکا نړۍ ته وشرموله.

ټرمپ یو ځل بیا د مخکينيو نیوکو په دوام له افغانستان د امریکا وتل بې شرمانه وبلل او زیاته یې کړه، چې بایډن په دغه اقدام روسیې ته پر اوکراین د برید جرئت ورکړ.

ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د طالبانو لاسته د پراخو امریکايي وسلو لوېدل هم د بايډن د همدغه اقدام پايله وبلله او ویې ویل، چې طالبان که څه هم ښه جنګیالي دي، خو د د امریکايي وسلو له په لاس کې لويدو سره ډېر زړور او د بریالیتوب احساس ېې وکړ.

د امریکا دغه پخواني ولسمشر طالبانو سره د ده په امر، د دوحې د سولې د لاسلیک شوي تړون دفاع وکړه او ويې ويل، چې طالبانو دوی ته درناوی درلود، خو د بايډن ناسمې پرېکړې امریکا نړۍ ته وشرموله.

د امریکا اوسني ولسمشر او حکومت بيا د ټرمپ نيوکې رد کړي او افغانستان نه د عسکرو ژر ويستل يې پر ځای پريکړه ګڼلې ده.

 

افغان شنونکي بيا ټرمپ او بايډن دواړه د نورو عواملو تر څنګ د افغانستان د نظام په سقوط کې له اصلي لاملونو بولي.

امریکا د افغانستان له شل کلن نیواکه وروسته په ډیرې بې شرمۍ سره له دغه هیواده وتلی ده .

 

ټیګونه