د هالنډ دفاع وزیره: په ارزګان کې د ۱۵ کاله مخکې بمبارۍ قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوو
(last modified Sat, 04 Feb 2023 09:03:15 GMT )
Feb 04, 2023 13:33 Asia/Kabul
  • د هالنډ دفاع وزیره: په ارزګان کې د ۱۵ کاله مخکې بمبارۍ قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوو

د هالنډ دفاع وزیره: په ارزګان کې د ۱۵ کاله مخکې بمبارۍ قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوو

د هالنډ دفاع وزیره: په ارزګان کې د ۱۵ کاله مخکې بمبارۍ قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوو

د هالنډ دفاع وزیرې کاجسا اولونګرین تېره ورځ د یاد هېواد پارلمان ته په استولي لیک کې ویلي چې په ۲۰۰۷ م کال کې د دوی له لورې د افغانستان په ارزګان ولایت کې د شوې بمبارۍ له امله به یې قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.

هغې زیاته کړې، د یادې پېښې څخه ۱۵ کاله کیږي، د وضاحت لپاره څه نلري، همدا راز به د محکمې د پرېکړې استیناف ته هم مخه نکړي او ژمن دي چې د اوښتي زیان غرامت ورکړي.

په ۲۰۰۷م کال کې هالنډي پوځیانو د افغانستان په ارزګان ولایت کې بمباري کړې وه چې هغه مهال د شل ملکیانو پر وژنه تورن شول.

 

ټیګونه