د هوا پیژندنې د بالون په نسکورو کښې د امریکا اقدام ته د چین سخت غبرګون:-
د چین حکومت د خپل هیواد د بالون په نسکورولو کښې د امریکا د اقدام په غندلو سره د واشنګټن دغه کړچار ته سخت منفي غبرګون وښود او هغه یې یو غیر عقلانه اقدام وباله.
د چین د حکومت له نظره هغه بالون چې د امریکا فضا ته ورننوتلی و د هواپيژندنې بالون و او په غیر قصدي ډول د امریکا فضا ته ورننوتلی و.
له دې کبله د چین حکومت خپل سخت اعتراض د امریکا سفارت ته رسولی.
د امریکا چارواکو وویل چې د نسکور شوي بالون ټوټې پرچې به چین ته ورونسپاري.
په عین حال کښې د چین حکومت هم وویل چې د امریکا د حکومت دغه اقدام د دواړو هیوادونو اړیکو ته ستر ګوزار ورکوي.
په دې خبره کښې هیڅ شک نشته چې د امریکا حکومت د جاسوسۍ د تور په شمول د چین د بدنامولو لپاره له هرې پلمې استفاده کوي.
امریکا هماغه راز ادعا کوي چې د چین بالون د جاسوسۍ لپاره استعمالیده او دا په داسې حال کښې دي چې د واشنګټن د چارواکو له نظره امریکا د هواپیژندنې د بالون په پيژندلو کښې ناکامه وه او دا په دې زمینه کښې په استخباراتي ماتي باندې یو ډول اعتراف دی.
د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند «ابوالفضل ظهره وند» په دې هکله وايي امریکا ډیرې ادعاګانې کوي چې د پوځي نرم اوزارونو یعني سافټ ویرونو او د سخت اوزارونو یعني هارډویرونو په زمینه کښې په نړۍ کښې له ټولو مخکې ده خو د امریکا فضا ته د چین د هوا پيژندنې د یوه بالون ورننوتل د امریکا ډیرې استخباراتي نیمګړتیاوې په ډاګه کولای شي.له دې کبله د چین د بالون نسکورول یو ډول په خپلو مشکلاتو د برغولي کیښودل دي».
امریکا، د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ له وخت راهسې په چین باندې خپل ټول اقتصادي او پوځي دباونه زیات کړي دي او د بایکاټونو ډیرې دباونه ناکامه وو او دي.
له دې کبله د امریکا حکومت چې ځان د هیواد په عمومي افکارو کښې زغم لرونکی او په عین حال کښې د چین بریالیتوبونه ماتي خوړلي ګڼي کوشش کوي په چین باندې د ډیر دباو د راوستلو لپاره له هر فرصته استفاده وکړي چې په دوې کښې یو مورد په چین باندې د جاسوسۍ تور لګول کیدلی شي.
چین له هماغه لومړیو څخه وویل هغه بالون چې امریکا ورته غورځولی دی د هواپیژنې لپاره دی او په دې هکله د واشنګټن جنجالونه یوازې تبلیغاتي دي چې د جوبایدڼ حکومت خپل کورني مشکلات په تیره بیا د اوکراین په ارتباط ستونزې پټې وساتي.
د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند «محسن رویي صفت» په دې هکله وايي کاملا معلومه وه چې امریکا د چین د بالون په هکله تبلیغاتي جنجالي هدف تعقیبوي او هڅه کوي د چین په ارتباط خپل حقانیت ثابت کړي او په همدې دلیل په دې هکله د امریکا جنجالونو نړیوال انعکاس ونه موند او د نړۍ هیوادونو هم وښودله چې د امریکا د ګڼ کپۍ لوبو ته د ورننوتلو اراده نلري.
په هر حال د خپلې هواپيژندنې د بالون په نسکورولو کښې د امریکا د اقدام په هکله د چین له زغم ښودلو سره سره پیکینګ ټيڼګار کړی دی چې په دې هکله د ځان لپاره د هر ډول اقدام د ترسره کولو حق خوندي ګڼي.
دا په دې معنا دي چې باید د چین او د امریکا په اړیکو کښې د هر ډول نوي بدلون کتونکي ووسو.
د تایوان اوبلارې او د جنوبي چین د سمندر د پاسه د امریکا د جنګي الوتکو بیا بیا الوتونه چې پیکینګ په ځلونو امریکا په جاسوسۍ کولو تورنوي د چین د هرډول غچ اخیستونکي اقدام ترسره کول له هیلې لیرې نه دي.
سره له دې که څه هم د چین د چارواکو په وینا د دغه هیواد بالون په غیر قصدي ډول د امریکا فضا ته ورننوتلی دی خو ویې ښودله چې د امریکا استخباراتي قدرت هغه ډول چې سپینه ماڼۍ یې ادعا کوي پیاوړی نه دی او کولای شي په استخباراتي زمینو کښې د نورو هیوادونو د محسوسو پرمختګونو او د امریکا له پرمختللیو ریډارونو د تیریدا بیانونکي ووسي کومه چې د امریکا سخته پوځي او استخباراتي ماتي ګڼل کیږي.