امریکا د چین پرضد پریکړه لیک تصویب کړ
(last modified Fri, 10 Feb 2023 01:17:32 GMT )
Feb 10, 2023 05:47 Asia/Kabul
  • امریکا د چین پرضد پریکړه لیک تصویب کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسي جرګې کانګرس پرون په یوه خوله یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د خپل هیواد هوايي حریم ته د چین د یوه بالون ورننوتل د امریکا د واکمنۍ د خلاف ورزۍ په توګه غندي.

د دغه پریکړه لیک پراساس د امریکا حکومت باید د هیواد د هوايي حریم د خلاف ورزۍ د مخنیوي لپاره باید اقدام ترسره کړي.

د چین د بالون د غندلو لپاره د امریکا په کانګرس کښې د پریکړه لیک صادریدل په داسې حال کښې دي چې د امریکا د خارجه وزارت یوه مقام پرون ادعا وکړه د چین پوځ احتمالا د یوې سترې هوايي جاسوسۍ شاته دی چې له بالون څخه په استفادې کولو سره یې په پینځو لویو وچو کښې څه د پاسه څلویښت هیوادونه خپل هدف ګرځولی.

د امریکا چارواکو د فرورۍ د میاشتې په دوهمه نیټه ویلي وو چې واشنګټن د چین د یوه شکمن بالون د معلومولو په حال کښې دی کوم چې څو ورځې د امریکا په هوايي حریم کښې لیدل شوی و.

بالاخره امریکا د فرورۍ د میاشتې په څلورمه نیټه د چین بالون چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب شوی و  په ایف دوه ویشت ډوله جنګي الوتکې سره د کیرولینا ایالت په ساحل کښې نسکور کړ.

 

ټیګونه